هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

عالیه بټ، عامرخان، سونم کپور او شاهد کپور کلني سینمايي ایوارډونه واخیستل

په ممبيي کې د ۲۰۱۷ کال د جیو ۶۲ م فلمي جایزې د هندي سینما وتلو اداکارانو ته ورکړل شوې.

د دنګل فلم اداکار عامرخان د غوره نارینه اکټر جایزه ورکړل شوه او عالیه بټ بیا په انجونو کې د غوره ښځینه اداکارې جایزه وګټله.

عامر خان ته په دنګل فلم کې د غوره لوبیدو له امله جایزه ورکړل شوه. عالیه بټ ته بیا په (اودتاپنجاب) فلم کې د ښه رول اداکولو په خاطر د غوره ښځینه اداکارې جایزه ورکړل شوه.

د دنګل فلم د ښې رهبرۍ جایزه د فلم ډاریکټر نتیش تیواري واخیسته؛ خپله دنګل هم د غوره فلم جایزه وګټله.

د کرټیک (منتقدینو) په خوښه، د ښې ښځینه اداکارې بله جایزه، سونم کپور ته په نیرجا فلم کې د ښه کارکردګۍ له امله ورکړل شوه.

شاهد کپور او منجو بجپای بیا په ګډه د غوره اداکارانو جایزې په اودتا پنجاب او علیګر فلمونو کې د ښه کار په خاطر تر لاسه کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */