بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

روسی پانګوال هڅه کوي د ټکنالوژۍ په مرسته د اوږد عمر چانس برابر کړي

راپور: نسیمه محمدي

د «سېرګې یونګ» په نامه یوه روسي میلیونر، ۱۰۰ میلیونه ډالر په داسې ټنکالوژۍ پانګونه کړې، چې ورته د “تلپاتې کېدلو علم” ویل کېږي.

د bizarre news په حواله، د دغې ټکنالوژۍ څخه موخه، د ۲۰۰ کلونو لپاره د انسان د عمر ډېرول دي. دا روسی میلیونر پر دې اند دی، چې د الکټرونيکي او چاپېریالي ټوټو “۳ډي” څخه په استفادې کولای شو د انسان عمر زیات کړو.

نوموړی هر کال په دې خاطر د ۱۰۰اړوندو متخصصو شرکتونو سره مرسته کوي. هغه یو نادولتي پانګوال دی او د بریا په صورت کې کولای شو د سلو څخه د زیات عمر هیله‌من واوسو.

دا پیسې اوسمهال په بېلابېلو ټکنالوژیو لکه روباټ جوړونې، د بدن دننه غړو پیوند کول او د مصنوعي هوښ څېړنو په برخه کې بسپنه شوي دي.

یونګ په یوه اعلامیه کې وویل:

“اتیا کاله مخکې، د ځمکې پر مخ منځنی عمر ۴۳ کاله وو او اوسمهال د امریکا او انګلستان په څېر هېوادونو کې، منځنی عمر د ۷۵ – ۸۰ کلونو ترمنځ دی، نو موږ به هڅه وکړو چې د«ژوند بڼې» او د ټکنالوژۍ پرمختګ او د روغتیایي بدلونونو له لارې، اوږد ژوند وکړو.”

یونګ د Juvenescence په نامه د یوه برېټانوي شرکت بوديجه برابروي، چې د زړښت ضد درملو په تولید کې تخصص لري. دا شرکت د داسې سیسټمونو د جوړولو په هڅه کې دی، چې بدن د مخ په زوال حجرو د له منځه وړلو او د هغو رشتو چې د عمر په زیاتېدلو خرابېږي، طرح شوی دی.

یونګ وویل، چې د بدلېدو وړ غړو تر ټولو لوی مشکل، د پیوند کولو پر وخت د دفاعي سیسټم غبرګون دی؛ ځکه بدن فکر کوي بیګانه او ناپېژندی څيز دی او د هغه د دفع کولو لپاره هرڅه تر سره کوي.

آزمایښتونو ښودلې، چې د لنفاوي غُدو مایع، په داخل د بدن کې د کرلو د ستونزې حل دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ