د کرکټ نړیواله شورا؛ د شل اوریز جام لپاره د شل لوبډلو پر لوبولو غور روان دی

 

نږدې پنځه کاله وړاندې په هندوستان کې د نړیوال شل اوریز جام شپږم پړاو جالبه پایلوبه ترسره شوې وه او دا جام بیا د اقتصادي او په دې وروستیو کې د کورونا ستونزو له امله ترسره نشو.

۲۰۱۶ کې شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې د کارلوس برېتوېټ د څلورو پرله پسې شپږیزو په مرسته ماته ورکړه.

هغه له بین سټوکس څخه وروستي اوور کې شل منډې پوره کړې.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام په اکټوبر میاشت کې په هند کې په پام کې دی؛ خو که هند کې د کورونا ویروس همداسې پراخ وي، بیا نو د نړیوال جام کوربتوب به یا سریلانکا او یا هم انګلستان کوي.

۲۰۲۱ کې غور پیل شوی، چې د ۱۶ لوبډلو پرځای ۲۰ لوبډلې ولوبوي او ۲۰۲۴ کې هم تمه شته، چې ډېرې لوبډلې د شل اوریزجام برخه شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له د سرچینو له ادرسه کرېک اېنفو لیکلي، چې پنځه لوبډلې به څلورو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

همدارنګه یاده شورا غواړي، چې د ښځینه وو لوبډلې هم زیاتې کړي او په نړیوال جام کې یې ولوبوي.

د کرکټ نړیوالې شورا اپرېل میاشتې په اوږدو کې هم اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ په نړیوال پنځوس اوریزجام کې به هم له لسو لوبډلو زیاتې یعنې څوارلس لوبډلې ولوبوي.

د کرکټ دې شورا دا هم ویلي چې د کرکټ لوبې به په اولمپیک سیالیو کې هم ورشاملې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، چې د نوو لوبډلو په راتګ سره به نړیوال جام لا جذابیت ومومي او ډېر نوي مینوال به د کرکټ لوبو ته ور وګرځي.

۲۰۱۰ کال او د افغان لوبډلې ګډون

دې کال کې افغانستان په لومړي ځل نړیوال شل اوریزجام کې ګډون وکړ.

افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ولاړه او هلته یې له هندوستان او بیا له سویلي افریقا ماتې وخوړې او په لومړي پړاو کې افغان لوبډله له سیالیو بهر شوه.

دا نو لومړی ځل و، چې افغانانو خپله لوبډله په سکرین یا تلویزیون ولیدله او د لوبغاړو له څېرو سره اشنا شول.

له دې وروسته په ۲۰۱۴ کې اسیا جام کې هم افغان لوبډله ولوبېدله او د بنګله دېش په ماتولو سره یې هم په افغانستان او هم په نړۍ کې زیات محبوبیت وموند.

دا مهال افغان لوبډلې له ۲۵۴ منډو دفاع وکړه او بنګله دېش یې نهیلی کړ.

۲۰۱۵ کې یې له سکاټلېنډ څخه یوه لوبه وګټله، په وروستۍ وېکټ حمید حسن او شاپور ځدران وتوانېدل لوبه وګټي، په دې لوبه کې سمیع الله شینواري ۹۶ منډې وکړې.

۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې افغان لوبډله ولوبېده، چې یواځې یوه لوبه یې وګټله او ویسټ انډیز ته یې ماته ورکړه.

دا نړیوال جام ویسټ انډیز وګاټه او دا دویم ځل و، چې اتلولي یې ترلاسه کړه.

۲۰۱۸ کې هم افغان لوبډلې پنځوس اوریز اسیا جام ولوباوه، چې بنګله دېش او سریلانکا ته یې لومړیو کې ماتې ورکړې.

د کرکټ په لوبډلو کې د افغانستان ورګډېدل د دې لامل شول، چې د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې خلک د کرکټ مینوال شول او په دې سره د کرکټ نړیوالې شورا ته هم اعزاز ورغی.

خو ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریز جام کې افغانستان لوبې وبایللې او په دې چارې په افغانستان کې د کرکټ مینوال یو څه کم شول او یا هم د کرکټ ولسي جذبه لږ څه ژوبله شوه.

همداسې که د افغانستان په څېر دویمه درجه لوبډلې ځلېږي، بیا بشپړ غړیتوب ته ورځي او لوبې ورته برابرېږي؛ نو په دې ډول په دې هېوادونو کې د کرکټ مینوال زیاتېږي او کرکټ ورسره غوړېږي.

نو د کرکټ نړیوالې شورا هم همدا فکټور او اقتصادي ګټې په پام کې نیولي دي او د لوبډلو د زیاتېدو په لټه کې دي.

 

 

وروستي مطالب