له اوېش خان شل پوښتنې او ځوابونه یې

 

د هندوستان له مسلمان توپ اچوونکي اوېش خان سره کرېک ټرېکر وېب پاڼې مرکه کړې، په دې مرکه کې یې له هغه شل پوښتنې کړي او ځوابونه یې ورکړي دي.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې تاته په ۲۰۲۱ آی‌پي‌اېل کې د چا وېکټ ډېره په زړه پورې وه، د ویرات کولي که د ډوني.

ځواب: زما لپاره دواړو کې فرق او بیلوالی ستونزمن دی، دواړه د نړۍ غوره لوبغاړي دي.

پوښتنه: مخکې له دې چې کټ ته د خوب لپاره ځې، وروستی کار دې څه وي؟

ځواب: زما وروستی کار مخکې له خوب څخه د موبایل سمبالول دي، یعنې په موبایل سیمکارتونه اف کوم او اېرپلېن یا طیارې مود ته یې اچوم.

پوښنته: هغه ځای چې ته غواړې د سېل یا سیاحت لپاره ورشې کوم یو دی؟

ځواب: د هندوستان شېملې سیمه.

پوښتنه: د کرکټ نړۍ کې مو غوره ملګری څوک دی؟

ځواب: د کرکټ په نړۍ کې مې ښه ملګری وېنکاتېش ایئر دی او د خوښې لوبډله مې کلکته نایټس رایډرز ده.

پوښتنه: د کرکټ نړۍ کې دې څلور د خوښې لوبغاړي څوک دي؟

ځواب: ویرات کولي، کېن ویلیمسن، سټېف سمېت او جوروټ.

پوښتنه: د ۲۰۲۱ کال آی‌پي‌اېل کې ستا په آند کوم یو دی چې ښه کارکرده ګي وکړه؟

ځواب: د بنګلور لوبډلې هارشل پټېل، چې پټ کمېنس ورڅخه یو اوور کې ۳۰ منډې او بله لوبه کې ترې ۳۷ منډې راغلې.

پوښتنه: په ویرات کولي او ډوني کې دې د خوښې لوبډلمشر څوک دی؟

ځواب: ایم اېس ډوني.

پوښتنه: د خوښې خواړه دې کوم دي؟

ځواب: کورنۍ ترکاري.

پوښتنه: د یو کرېکټرڅخه دې د غلا کولو هوډ، څه به ترې پټوې؟

ځواب: که له کرکټ لوبغاړي یو شی پټوم نو هغه به د کرکټ بېټ وي او هغه به د رېشاب پنټ بېټ وي.

پوښتنه: د شېریاس ایئر او پرېتوي شاو ترمنځ که نڅا مسابقه وي، ستا په آند څوک به یې وګټي؟

ځواب: شیریاس ایئر به یې ګټي.

پوښتنه: د ډیلي کپېټلز لوبډله کې تمبل کرېکټر څوک دی؟

ځواب: اکسرپټېل.

پوښتنه: له څه شي ډېر وېرېږې؟

ځواب: زه له هېڅ شي هم نه وېرېږم.

پوښتنه: اناناس دې خوښېږي که پیزا؟

ځواب: له اناناس نفرت لرم او پیزا مې خوښېږي.

پوښتنه: په تېرو زړو توپوهونکو کې کوم توپوهونکي ته توپ اچونه خوښوې؟

ځواب: سچین ټېنډولکر او ورېنډر سېواګ ته.

پوښتنه: کوم کرکټ لوبغاړی زیات ګوګل کاروي؟

ځواب: رېشاب پنټ.

پوښتنه: دوه شیان چې له هغې پرته ژوند نشې کولای؟

ځواب: کرکټ او والدین مې.

پوښتنه: ستا د خوښې فلم کوم یو دی؟

ځواب: بهاګ مېلکا بهاګ فلم دی.

پوښتنه: ته یو ښه نڅاګر یې که سندر غاړی؟

ځواب: نڅاکوونکی.

پوښتنه: په ۲۰۲۱ کې دې د خوښې صحنه کومه یوه وه؟

ځواب: د ویرات کولي او ایم ایس ډوني وېکټې اخیستل.

پوښتنه: که ته چېرته کرکټ لوبغاړی نه وای بیابه څه شی وې؟

ځواب: مستري او یا هم انجینیر.

 

اوېش خان مسلمان کرکټر دی، چې د هندوستان په مادیا پرادېش سیمه کې زېږیدلی دی او ۲۴ کاله عمرلري.

هغه اوس له ډیلي لوبډلې سره لوبېږي او د هندوستان په ملي لوبډله کې هم د چټک توپ اچوونکي په توګه اخیستل شوی دی، چې د انګلستان پر وړاندې به لوبې وکړي.

 

 

 

وروستي مطالب