له مور او پلار څخه په غوسه کې د یوه تنکي ځوان حیرانوونکی عمل

 

د هسپانیه یو کليوال اوسېدونکی “انډریس کانټو” چې په ۲۰۱۵م کې یوازې څوارلس کلن و؛ کله چې یې مور او پلار د ټریک جامو اغوستلو څخه منع کړ؛ نو هلک په قهر سره یو کولنګ واخیست او د کور په شاته باغ کې یې کیندنه پیل کړه.

هغه د ۶ کلونو راهیسې په دغه غار کې په کار کولو مصروف و، تر دې چې نوموړي د ځمکې لاندې غار کې استوګنځای جوړ کړ، چې په دغه غار کې یې یوه د ناستې خونه او تشناب جوړ کړي.

“اندریس” اوس مهال ۲۰کلن دی، او د خپلې دغې لاسته راوړنې څخه خورا خوښ دی، خو هغه په دې نه پوهېږي، چې هغه داسې کوم تحریک و، چې دا یې د شپږ۶ کلونو راهیسې بوخت کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په غار کې د تودوخې بشپړ سیسټم او Wi-Fi هم شتون لري.

 

سرچینه: میډریډ (نیټ نیوز)




وروستي مطالب