Advertisements
بریا او پرمختګ

شل ښکلې او انرژي بښونکې جملې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ کله وخت د لس ګامه پرمختګ لپاره، یو ګام شاته تګ اړین دی.

۲ ـــ اوبو ته غورځول انسان نه خپکۍ کوي، بلکې په اوبو کې پاتې کېدل انسان خپکۍ کوي.

۳ ـــ بریالی هغه څوک دی، کومې خښتې، چې د ده په لور ور وارېږي، کور ترې جوړ کړي.

۴ ـــ ژوند تل د پچې ګټل نه دي، بلکې د پچې د بایللو په صورت کې هم ښه لوبه کول دي.

۵ ـــ راغلم، چې په ژوند کولو سره قېمت پیدا کړم، نه دا چې په هر قېمت ژوند وکړم.

۶ ـــ بریالي کسان توپیري کارونه نه ترسره کوي، بلکې کارونه په توپیري ډول ترسره کوي.

۷ ـــ پرځای د دې، چې په تیارې باندې لعنت ووایئ، یوه شمعه روښانه کړئ.

۸ ـــ ځان په کړاو کې مه اچوئ، چې له پخوانیو خلکو څخه غوره شئ، هڅه وکړئ، چې له ځان څخه غوره شئ.

۹ ـــ د زرګونه کیلومټره لارې وهل، د لومړي ګام په پورته کولو سره پیلېږي.

۱۰ ـــ د هغه څیز د لرلو لپاره، چې تر اوسه مو نه دی لرلی، باید هغه کس واوسئ، تر اوسه نه وئ.

۱۱ ـــ د مینې له مخې ژوند وکړه، نه د جبر له مخې.

۱۲ ـــ هغه واوسه، چې یې او هغه شه، چې د اوسېدو توان او وړتیا یې لرې.

۱۳ ـــ ښایي ژوند هغه څیز نه وي، چې هیله مو یې لرله، خو اوس چې په ناغوښتل شوې بڼه ورته بلل شوي یاست، ترڅو کولای شئ، وناڅئ.

۱۴ ـــ که ټوله شپه د لمر د له لاسه ورکولو په افسوس کې تېره کړئ، نو د ستورو د لیدلو خوند به مو هم له لاسه ورکړی وي.

۱۵ ـــ سترې لمې د کوچنیو جرقو ( لړزو ) زېږنده دي.

۱۶ ـــ هره پېښه د دلیل او موخې لرونکې ده، چې زموږ په ګټه ده.

۱۷ ـــ دا د لېوانو دوران دی، که مهربان واوسې، نو دښمن دې ګني، که لېوه واوسې، نو د ځان له پلوه آرامتیا او هوساینه ترلاسه کوي. موږ د خپل لېوه نه اوسېدو تاوان ورکوو.

۱۸ ـــ که غواړئ، چې نړۍ وښوروئ، نو باید لومړی ځان وښوروئ، د نړۍ تر ټولو غوره اصلاح کوونکي هغه کسان دي، چې له ځانه یې پیلوي.

۱۹ ـــ تېروتنې د زده کړې لپاره دي، نه د تکرارولو لپاره .

۲۰ ـــ بښنه وکړئ، خو مه پرېږدئ، چې له تاسو نه بده ګټه واخیستل شي. مینه وکړئ، خو مه پرېږدئ، چې له زړه سره مو بد چلند وشي. باور وکړئ، خو ساده او ژر باوري مه اوسئ. د نورو خبرې واورئ، خو خپل غږ له لاسه مه ورکوئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل