د نړیوال جام په دوه لوبو کې پنځه سلیزې جوړې شوې

پرون د جولای په ۶ مه نېټه د نړیوال ۵۰ اوریز جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبې د څلورو لوبډلو ترمنځ په لیډز او مانچېسټر ښارونوکې ترسره شوې.
سریلانکا د هندوستان پر وړاندې ۴۴ مه لوبه کې په هیډینګلي لوبغالي کې د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې د سیالۍ ډګر ته ووته.
سریلانکا د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پیل وکړ؛ دې لوبډلې لپاره په منځنۍ برخه کې الراونډر انجلیو متیوز خورا رغوونکې توپ وهنه وکړه؛ هغه په ۱۲۸ توپونو د ۱۲ بونډریانو په لوبولو سره ۱۱۳ منډې وکړې؛ دا د پرونۍ ورځې له پنځه سلیزو لومړۍ سلیزه وه، چې متیوز یې بنسټ کېښود.

سریلانکا د ۷ وېکټو په نقصان سره ۲۶۴ منډې وکړې.
بومرا بیا د سریلانکا درې لوبغاړي وسوځول.
هندوستان لپاره اوپنرانو هر یو روهېټ شرما او لوکېش راهول ۱۸۷ منډې ملګرتیا وکړه.
شرما په ۹۴ توپونو د ۱۶ پولو یا بونډریانو په لوبولو سره ۱۰۳ منډې وکړې، دا د پرون ورځې دوهمه سلیزه وه، چې روهېټ شرما ووهله او د متیوز سلیزه یې په خپلې چټکې سلیزې سره ځوابي کړه.
ورپسې د روهېټ شرما انډول پیلوونکي توپ وهونکي لوکېش راهول د روهېټ شرما سلیزه په سلیزې بدرګه کړه؛ هغه په ۱۱۸ توپونو د ۱۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په ملتیا ۱۱۱ منډې وکړې؛ دا د جولای د شپږمې نېټې دریمه سلیزه وه؛ چې لوکېش راهول ووهله.

هندوستان په ۴۳ اعشاریه ۳ اورونوکې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ، سریلانکا ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه او د نومرو په جدول کې د لومړي مقام په اخېستلو سره هسکه غړۍ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ولاړ.
د دې لوبې غوره لوبغاړی روهېټ شرما وپېژندل شو.

بلو پلو د نړیوال جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې مانچېسټر ښار کې ترسره شوه.
افریقا د فاف ډوپلیسي د سلیزې او د وانډر ډوسېن د ۹۵ منډو په مرسته ۳۲۵ منډې جوړې کړې، دا د پرونۍ ورځې څلورمه سلیزه وه، چې افریقایي لوبډلمشر ووهله.
اسټرالیا د ډېوېډ ورانر د سلیزې په مرسته ۳۱۵ منډې وکړې او لوبه ترې افریقا په ۱۰ منډو وګټله.
وارنر په ۱۱۷ توپونو ۱۲۲ منډې وکړې.
دا پنځمه سلیزه وه، چې د پرون ورځې په لوبه کې جوړه شوه.
د لوبې غوره لوبغاړی افریقایي لوبډلمشر فاف ډوپلیسي وپېژندل شو.

د څلورو لوبډلو په دوه لوبو او څلورو پاڼیو کې ۱۱۶۹ منډې وشوې.
۵۹ بونډریانې د سریلانکا او هندوستان په لوبه کې ولوبېدې او ۷۴ بونډریانې بیا د افریقا او اسټرالیا په لوبه کې ولوبېدې.
دواړو لوبو کې ۱۳۳ پولې د توپ وهونکو له خوا لوبېدلې وې.
د څلور واړو لوبډلو دې وروستیو دوه لوبوکې ۳۶ وېکټې لوېدلې وې.
د نړیوال جام نیمه پایلوبې
د نړیوال جام دوه نیمه پایلوبې؛ د سه شنبې په ورځ هندوستان د نیوزیلېنډ پر وړاندې لومړۍ نیمه پایلوبه د افغانستان پر وخت ماسپښين دوه بجې په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره کوي او دوهمه نیمه پایلوبه د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ په ایګ باسټن لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ پېلېږي.
د ۲۰۱۹ م کال د نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبه د جولای په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ لارډز لوبغالي کې ترسره کېږي.
 

وروستي مطالب

د بښنې نړیواله اداره: امریکا دې د ډرون برید د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکړي

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

د بښنې نړیواله اداره وایي د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل یو بوږنوونکی او د نه بښلو وړ عمل و. ددغه ادارې چارواکو ویلي امریکا منلې چې تر وتلو ... نور ولولئ