اقتصاد له نړۍ مخکښان

د نړۍ ۱۰ځوان میلیارډران

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: شپنه حیدري

اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ ملیارډران شتون لري، په دغو میلیارډرانو کې د بېلا بېلو عمرونو، هېوادونو او توکومونو خلک شامل دي.

ځینې د دغو ملیارډرانو د خپلو هڅو، زیار او کار پر مټ شمتن شوي او ځينې نور یې بیا د کورنۍ د سوداګریزو چارو په سمبالولو میلیارډونه ډالر شتمني پیدا کړې ده، ځینې پکې بیا داسې میلیارډران هم شته چې پرته له کار او هڅو یې میلیارډونه ډالر په میراث وړي دي او اوس د نړۍ د شتمنو شخصیتونو په لیکه کې راغلي دي.

په زړه پورې خبره دا ده چې د نړۍ تر ټولو ځوان درې ملیارډران د ناروې هېواد اتباع دي او پخوانۍ ځوانه امریکایۍ میلیارډره کایلي جینر چې اوس ۲۱ کاله عمر لري او تېرکال د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیارډره وه، خپل ځای یې نورو ځوانو میلیارډرانو ته پرېښی دی ځکه اوس یې خالصه شتمني ۹۰۰ میلیونو ډالرو ته را لوېدلې ده. همدارنګه د یادونې وړ ده چې د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ هم په ۲۰۰۶ زېږدیز کال د ۲۳ کلونو په عمر د میلیارډرانو په ډله کې راغلی وو چې اوس د ۶۸.۴ میلیارډو ډالرو په ارزښت شتمني لري.

دلته تاسو ته د فوربس بنسټ (Forbes’ Real-time Ranking) او ځینو نورو بنسټونو د درجه بندۍ پر بنسټ د نړۍ تر ټولو ځوان میلیارډران در پېژنو چې تر ټولو مشر یې چې په ځوانو میلیارډرانو کې لسم ځای لري ۳۲ کاله عمر او تر ټولو ځوانه یې ۲۲ کاله عمر لري:

۱۰ – لوکاس والټن، ۳۲ کلن

د والمارټ (Walmart) د بنسټګر سام والټن لمسی دی چې اوس مهال ۱۵،۸ میلیارډه ډالره شتمني لري. لوکاس والټن د خپلې شتمنۍ ډېره برخه له خپل پلار جان والټن نه په میراث وړې ده چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال د الوتکې د سقوط په پېښه کې مړ شو. نوموړي د پلار په پانګه کې یو پر دریمه برخه، او مور یې کریسټي والټن یو پر شپږمه برخه په میراث وړې ده.

لوکاس والټن ۳۲ کلن میلیارډر د والمارټ Walmart، اېوریسټ بانک Arvest Bank ، فرسټ سولر First Sola او داسې نورو کمپنیو کې سهم لري.

۹ – اېوا ماریا برون، ۳۲ کلنه


دا ځوانه میلیارډره د جرمني په مونیخ کې زېږېدلې ده او د جرمنۍ پانګوالې باربارا برون لور ده، اېوا ماریا د بي بارون میلسنګېن (B. Braun Melsungen) درمل جوړولو کمپنۍ ۱۲سلنه سهم لرونکې ده چې په ۱۸۳۹ زېږدیز کال کې یې د درمل جوړونې او فارمسۍ د یوې کوچنۍ فابریکې په توګه کار پیل کړ.
دغه کمپنۍ اوس مهال په ټوله نړۍ کې ټول ټال ۵۸ زره کارکوونکي لري. اېوا ماریا برون د ۱.۳ میلیارډه ډالرو په ارزښت خالصه شتمني لري.

۸ – پاټرېک کولېسن، ۳۰ کلن


پاټریک په خپل زیار او کار د میلیارډونو ډالرو په ارزښت شتمني ترلاسه کړې ده، نوموړی د (Stripe) په نامه د انلاین پيسو ورکړې او پېر او پلور کمپنۍ بنسټګر دی.
پاټرېک کولېسن د (Stripe) کمپنۍ اجرایوي مشر دی، او د ځوانو ساینپوهانو او ټیکنالوجسټانو نندارتون له لوري د دغې لړۍ ۴۱م اېوارډ هم ورکړل شوی دی. اوس مهال یې ۲.۱ ملیارډه ډالره شتمني لري.

۷ – بوابي میورفي. ۳۰ کلن


د سنېپ چټ نوم خو مو ارومرو اورېدلی دی. سنېپ چټ د بوابي مورفي د هغه د بل ملګري تخلیق دی چې په نړۍ کې یې میلیونونه انسانان سره نښلولي دي. میورفي له خپل بل ملګري اېوان شپېګل سره په ګډه د سنېپ Snap Inc او د ټولنیزې انځوریزې شبکې سنېپ چېټ Snapchat بنسټ کېښود او دواړه په هم مهاله ډول د ۲۰۱۷م کال په مارچ کې میليارډران شول.
د نوموړي پانګه اوس مهال ۲.۲ میلیارډه ډالر ده.

۶ – لیوډوېګ تیوډور برون، ۲۹ کلن


لیوډوېګ د بي بارون میلسنګېن () درمل جوړولو کمپنۍ ۱۰سلنه سهم لرونکی دی. د لیوډوېګ پلار په ۱۹۷۷م کال کې د دغې کمپنۍ واګې په لاس کې واخیستې چې هغه مهال یې ټول ارزښت ۲۴میلیونه ډالره وو او اوس یې د عوایدو کچه ۷.۹ ملیارده ډالرو ته رسیږي.
لیوډوېګ تیوډور برون شتمني ۱.۱ میلیارډ ډالر ده.

۵ – جان کولېسن، ۲۸ کلن


جان کولېسن د پاټریک کولېسن کشر ورور او د (Stripe) په نامه د انلاین پيسو ورکړې او پېر او پلور کمپنۍ سهم لرونکی دی. دغو دوو اېرلنډي وروڼو په ۲۰۱۱ کال هغه مهال سټرایپ (Stripe) کمپنۍ بنسټ کېښود چې په هارورډ کې یې زده کړې کولې.
د راپورونو پر بنسټ جان کولېسن اوس مهال ۲.۱ میليارډ ډالره شتمني لري او (Stripe) کمپنۍ بیا ټول ټال ۲۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت شتمني لري.

۴ – اېوان شپېګل، ۲۸


۲۸ کلن اېوان شپېګل ۲.۲ ملیارډ ډالرو په ارزښت خالصه شتمني لري او د د سنېپ Snap Inc او د ټولنیزې انځوریزې شبکې سنېپ چېټ Snapchat له بنسټ جوړونکو او بنسټ ایښودونکو له ډلې یو دی.
اېوان شپېګل په سټنفورډ پوهنتون کې زده کړې کولې او هلته یې له بوابي مورفي سره پېژندګلوي وشوه او په ګډه یې د سنېپ Snap Inc او د ټولنیزې انځوریزې شبکې سنېپ چېټ Snapchat بنسټ کېښود. سنېپ چټ Snapchat نن سبا ۲۰۰ میلیونه فعال کاروونکي لري او د بوابي مورفي او شپېګل هر یو په Snapchat کې ۱۸ سلنه سهم لري.

۳ – ګاسټېو ماګنر وېټزوی، ۲۵


وېټزوی د SalMar ASA د کبانو د روزنې او تولید کمپنۍ تقریباً نیمايي سهم په واک کې لري، نوموړي دغه پانګه په ۲۰۱۳م کال له خپل پلار نه ترلاسه کړې ده، کله یې چې پلار د کمپنۍ چارې پر مخ بېولې ګاسټېو ماګنر وېټزوی د ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پانګونه کوله او اوس مهال یې پانګه ۲.۹ میلیارډه ډالره ده.

۲ – کټرینا انډیرسېن، ۲۳


کټرینا په ۱۹۹۵ زېږدیز کال په ناروې کې زېږېدلې ده. نوموړې د نړۍ دومه ځوانه میلیارډره ده، هغې د خپلې خور په شان د فرېډ پانګونې کمپنۍ ۴۲.۲سلنه پانګه په ميراث وړې ده. د نوموړې شتمني ۱.۴ میلیارده ډالره ده.
نوموړې څو کاله وړاندې هغه مهال د رسنیو د سر کیسه شوه چې د نشې په حالت کې د موټر چلوونې له امله ۲۵۰۰۰۰ ناروېژي کرونر یا ۲۹۱۱۹ ډالر جریمه شوه.

۱ – اېلېګزانډرا انډرسېن، ۲۲ کلنه


اېلېګزانډرا انډرسېن له خپلې مشرې خور او د نړۍ له دومې ځوانې میلیارډرې کټرینا انډرسېن نه یو کال کشره ده، هغې هم د خپلې خور په شان د فرېډ پانګونې کمپنۍ ۴۲.۲سلنه پانګه په ميراث وړې ده. او شتمني ۱.۴ میلیارده ډالره ده.
سره له دې چې اېلېګزانډرا او کټرینا په ګډه د فریډ Ferd کمپنۍ د اسهامو ډېره برخه په واک کې لري خو د کمپنۍ د ۷۰ سلنه اسهامو او چارو اداره د دغو دوه انجونو د پلار جان انډرسېن په واک کې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران