مارچ 7, 2021

راشد خان: کرکټ کې مې انګلنډۍ ښځینه لوبغاړې سارا ټېلر خوښيږي !

Advertisements

راشدخان نه په انسټګرام پوښته شوې، چې په ښځينه لوبغاړو کې دې د خوښې لوبغاړې څوک ده، هغه ورته د انګلستان سارا ټېلر ښودلې، چې زما د خوښې لوبغاړې ده.
راشدخان او سارا ټېلر له ډېر وخت راهیسې په انټرنېټ کې یو بل پېژني او سارا ټېلر بیا د راشد خان د لوبو ننداره هم کوي.

راشدخان اوس مهال د ټي ټېن لیګ په سوداګریزو لوبو کې د عربینز لوبډلې په ګټه په لوبو بوخت دی.
نوموړي په ټولنیزو رسنیوکې خپل یو مینه وال سره د زړه خواله کوله، چې ناڅاپه سارا ټېلر هم چېټ ته ورغلې.
سارا ټېلر د انګلستان د ښځينه کرکټ لوبډلې پیاوړې وېکټ ساتونکې توپ وهونکې ده.
د راشدخان یو تعقیبوونکي له هغه څخه د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبو کې د خوښې ښځينه لوبغاړې پوښتنه کړې.
راشدخانه؛ ستا د خوښې ښځينه لوبغاړې څوک ده؟
ټولو فکر کاوه، چې انګلستانۍ ډانیل واټ به د خلکو د خوښې په سر کې لوبغاړې وي؛ خو راشدخان وویل، چې زما د خوښې ښځينه لوبغاړې انګلستانۍ سارا ټېلر ده.
سارا ټېلر واده شوې ده او اوس مهال د شل اوریزو جام سیالیو کې هم نشته. ځکه په دې لوبو کې نشته، چې اېنزایټي اټېک یا عصبي حمله پرې راغلې.
د راشدخان ځواب ته د ټېلر غبرګون:
تاسو څه فکر کوئ، چې راشدخان ته سارا ټېلرڅه ډول غبرګون ښودلی؟
سارا ټېلر له راشدخان څخه مننه کړې، چې هغه یې د نړۍ په کچه د خوښې لوبغاړې ده. له راشدخان څخه وروسته سارا ټېلر هم د خپل انسټګرام سټوري یا کیسه تازه کړه.
ټېلر سملاسي ویلي، چې زما د خوښې نارینه لوبغاړی افغانی ستوری راشد خان دی او بیا یې لیکلي، چې زه له خوښۍ څخه مرمه.

راشدخان بیرته سارا ټېلر ته ویلي؛ مه مړه کېږه.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ