بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د اولادونو روزنه او ورته غوره شخصیت جوړونه

لیکنه: مهر تاج

ماشوم تش (خالي) لوښی نه دی!

په لومړنیو پیړیو کې د ماشوم په هکله عامه ذهنیت داسې و، چې ګوندي ماشوم یو تش لوښی دی، ځکه چې په څه نه پوهېږي؛ هر څه چې تاسو پدې لوښي کې ور اچوی، دغه لوښی پرې ډکېږي. خو د وخت په تېریدو یاده نظریه غلطه ثابته شوه او څېړنو په دا په ډاګه کړه چې نه، ماشوم یو تش کالی/لوښی نه دی.

لکه څرنګه چې مونږ د شخصیت په تعریف کې وایو:

شخصیت هغه مقام، ارزښت او احترام دی، چې د ټولنې خلک یې یو چاته په ټولنه او خپل زړه کې په خپله خوښه، بې له کومې تمې او تمنا ورکوي.

یا په بل عبارت شخصیت؛ د یو شمېر هغه ارزښتونو ټولګه ده، چې په یوه مشخصه ټولنه کې د ټولنې غړیو ته خاص اهمیت لري.

د شخصیت تعریف ته چې وګورو، ماشوم هم پیدایشي د شخصیت خاوند دی، نو کله چې پیدایشي د شخصیت لرونکی دی دغه رنګه ورته خالي لوښی هم نشو ویلای. ماشوم هم پیدایشي حافظه لري، د درک او فکر قوه لري، د عقل او شعور خاوند وي؛ برعکس نسبت لویانو ته د ماشوم فکر هر څه نه تنها چې زر حافظې ته سپارې او زر زده کوي، بلکې د کم سنی یادښت هېرجن نه وي، تل یې په یاد پاتې کېږي.

ماشوم خالي لوښی نه دی.
مثلاً که ماشوم په لاره روان وي؛ دوی چې په خپل چاپیریال کې هر څه وینې؛ نباتات، حیوانات او داسې نور… نو دوی یې په اړه فکر کوي، ذهن کې یې ګڼې پوښتنې د هر څه په لیدو راولاړېږي او د ځوابونو لپاره یې بېلا بېلې لارې لټوي تر څو ځان پرې پوه کړي؛ دغه پخپله یو ډکون دی، د خالي لوښي په نظر نه باید ورته وکتل شي، دوی له ځانه سره ډېر څه لري.

ـ یو شخصیت وي، چې په اړه مو یې مخکې وویل او بل د شخصیت جوړېدنه ده.

د شخصیت کلیمه له شخص څخه اخیستل شوې ده او یو شخص که د بد کردار لرونکی وي نو خلک یې بد شخصیت بولي او که د ښه کردار لرونکی وي، خلک یې ښه شخصیت بولي.

مخکې مو وویل، چې یو ماشوم له پیدایښته یو شخصیت دی، دغه رنګه له پیدایښته یې باید په سالم او ښه شخصیت جوړېدنه کار وشي، تر څو د لویّېدلو سره سم فطرتاً ښه شخصیت ترې جوړ شي، چې په اسانۍ بدیدلی نه شي.

لکه څرنګه چې یو تنکی نیالګی هر طرف ته قاتوې په هماغه ټاکل شوې مسیر باندې وده کوي، خو که چیرته ونه شي، بیا یې مسیر بدلول یا پکې پړۍ اچول او مسیر ورته ټاکل هېڅ ګټه نلري. دغه رنګه د ماشوم شخصیت جوړېدنه هم ده، چې له ماشومتوبه یې باید د ښه شخصیت مسیر وټاکل شي.

ـ څرنګه کولای شو، چې ټولنې ته یو سالم/ښه شخصیت وړاندې کړو؟

ښه شخصیت په سالمه روزنه او مناسب چاپیریال جوړونه کې دی.
شخصیت د ژوند په اوږدو کې د یو شمیر معیارونو ټاکنه ده. زه به یې د یو څو معیارونو ذکر او د ځینو مسولیتونو سپارښتنې وکړم.

۱_ په ماشومانو باندې، باید باور وشي او د خود اعتمادۍ احساس باید ورکړل شي.

  • ځینې میندې د دوه درې کلنۍ پورې خپلو ماشومانو ته په خوله کې خواړه ورکوي، وایي دوی ځان او شا او خوا چټلوې؛ داسې باید ونه کړو؛
    پریږدئ چې هغوی خپله زده کړي او خپل خواړه پخپله وخوري؛ که کله مصروفه وې، نو ماشوم به مو بې لاسو ګیډې مړولو ته منتظر نه وي، چې یو څوک راشي او په خوله کې خواړه ورکړي.

  • ماشومان باید پریږدو، چې خپل کارونه په خپله وکړي، لکه د جامو اغوستل، یو څه راخیستل، کېښودل او داسې نور… پدې کارونو سره یې د بدن عضلات حرکت کوي، غځېږي او د زیات حرکت په وجه ماشوم ښه وده کوي، قد قامت یې ښه روش(انکشاف) کوي،تندرست راځي.

*د ماشومانو په تیروتنو نه تنها په هغوی نه باید غوسه شو او وه یې نه رټو، ونه وهو، بلکې د هغوی تر مخه موږ په خپلو منځو کې د جنګ، غوسې، په لوړ غږ چیغې وهل او خفګان څرګندونه هم ونه کړو؛ ځکه د رواني ناروغۍ، ذهني کمزورتیا، بې زړه توب او کم جرئتۍ سبب کېږي یې.

ـ خپل ماشومان نه باید دې ته وساتو/ پریږدو ؛ «چې کله د ښوونځي د تګ شول، نو هر څه به په ښوونځي کې زده او پوه شي»
مخکې له دې، چې اولادونه مو د ښوونځي یا وړکتون ته د تګ جوګه شي؛ تر استاد لومړی موږ، تاسو خپل مسولیت ادا او ابتدایه معلومات باید ور زده کړو!
مثلاً: د هویت پیژندل
زمونږ ټولنه کې یو بد فرهنګ دا دی، چې ماشومانو ته د لویانو نومونه نه ورزده کوي، یا یې تر مخه نه اخلي، ځکه چې نه غواړي زده یې کړي، نوم اخیستل بې احترامې او سپکاوی ګڼي.کوچني ماشومان باید د خپل مور پلار او نورو مشرانو په نومونو پوه اوسي.
خپل اصلي او فعلي استوګن ځای باید وپیژني؛ که کله نادرکه یا ورک شي، لږ تر لږه خپله اته پته باندې خو به پوهېږي، تر څو چاته یې په اړه معلومات ورکړي، همدارنګه رنګه ځان ښه معرفي کولای، پیژندلی او بل ته ورپیژندلی شي.

دویم: په ملي ارزښتونو یې باید پوه کړو

ځینو نومونو سره یې اشنا کړو، د بیلګې په ډول:
خپل ملي بیرغ ورپیژندل ـ د هیواد، مرکز او ټولو ولایتو نومونه، د ورځو نومونه، یوه اونۍ څو ورځې، یو میاشت څو اونۍ کېږي، یو کال څو میاشتې او د میاشتو نومونه ورزده کول.

د خپل رهبر، ولسمشر، د خپلې سیمې د ملک، د کلي جومات او د جومات د ملا امام نوم ورزده کول،
د خپل دین او مذهب په هکله معلومات ورکول او پوهول.

د الف با او ABC حروفو سره تر لسو عددونو شمیر سره په شکلونو ورپیژندل.

دا هغه څه دي، چې کله دوی وړکتون یا لومړي ټولګي ته ځي په ډېر څه به له وړاندې پوهېږي، د نورو همزولو په وړاندې به ځان تکړه او پوه احساسوې، زړور به وي او جرئت پیدا کوي.

  • په عباداتو کې ورته د دوزخ او جنت په کیسو او ویرولو دومره ډېر افراطي ټینګار مه کوئ، چې زړه توری شي او هسې افسانې یې وګڼي.

*خبرو ته یې غوږ کېږدئ او د هرې سمې و ناسمې پوښتنې ځواب په پوره حوصلې او نرمۍ سره ورکول، د کمعقل، ناپوه او دیته ورته نورو الفاظو یې باید ونه لمانځو!

*د لویانو په شان د چال چلند، کړنو او هوښیارتیا توقع ترې ونه لرو، د دې توقع پر ځای باید خپل وخت راپه یاد کړو، چې کله د دوی په سن ؤ څرنګه، کوم حالت او کوم حس کې و!؟

دریم: غرور یې نه باید مات کړو:

په تنکۍ ځوانی کې یې همزولو یا نور خلکو تر مخه ونه رټو، په غطۍ/ تیروتنه یې د کمترۍ احساس ورنه کړو.!
نسبت وړوکوالي ته پرې نظر زیات وساتو، خو دومره څرګند تحقیقات/ څار هم نه باید پسې وکړو، چې هغوی راباندې پوه شي، چې ګوندې باور پرې نه لرو او څارل کېږي.

باید باور پرې ولرو او د دې حق ورکړو، چې خپل تصامیم پخپله ونیسې.
لکه، د جامو رنګ او ډیزاین، د ویښتانو، چیرته د تګ راتګ، د مسلک ټاکل دا چې راتلونکې (پوهنتون) کې کومه ریشته کې زده کړي وکړي او په ځانګړې توګه د ژوند د ملګري /ملګرې په انتخاب کې.

خپله خوښه پرې نه باید تحمیل کړو، تصامیمو ته یې احترام ولرو، که چیرته په غلطه وي، نو په غلط ثابتولو یې ملامت او رسوا نه کړو، بلکې په غیر مستقیم ډول احساس ورکړ.

مثلاً، چې که دا تصمیم داسې نه داسې ونیول شي نو لا به بهتر او ښه وي او زمونږ خوښې به پکې وي یا هم فلانې داسې کړي ول، پایله یې داسې او ښه نتیجه ورنه کړه، برعکس بستان داسې وکړل پایله یې داسې او یوه ښه نتیجه یې ورکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ