Advertisements
خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

ماشومان څنګه له کرونا وایروس څخه وساتو؟

• ژباړه: نسیمه محمدي

له چین څخه د کرونا خپور شوي وایروس د هر عمر لرونکي زیانمن کړي او د زیاتېدو په حال کې دی. دا چې د دې وایروس څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره څه وکړو، وړاندې په مطلب کې پرې غږېږو.

کرونا وایروس د دې ناروغۍ د عامل په توګه په تنفسي سیسټم برید کوي او په تدریجي ډول یې له کاره غورځوي. کرونا ایروس مستقیماً د ناروغ کس د تنفسي څاڅکو (ټوخي او پرنجي) او د ککړو سطحو د لمس کولو له لارې سرایت کوي. کرونا وایروس د سطحو پر مخ څو ساعتونه ژوندی پاتې کېږي، مګر د انتي سېپتیک مواد یې ډېر ژر لمنځه وړي.

دا چې کرونا نوی وایروس دی او روغتیاپالان په دې اړه چې په ماشومانو څه ډول اغېز کوي، زیات پوه نه دي، یوازې پوهېږي چې د هر عمر لرونکي پرې اخته کېږي، خو د ماشومانو کچه ډېره ټيټه ده.

– د کرونا وایروس نښې
تبه، ټوخی، د عضلاتو درد، ساتنګي او شدید حاد تنفسي ستونزې.

images (1).jpg

– د کرونا او زکام توپير څنګه وکړو؟
اوس چې په شمالي نیمه کُره کې د زکام او رېزش وخت دی، نو د کرونا نښې لکه ټوخی او تبه چې زکام ته ورته دي، اوسي. ښه ده لاسونه ژر ژر ووینځل شي او د تنفسي سیسټم روغتیا ته پام وشي. ماشومان هم باید پر وخت واکسین شي، چې د هر ډول انتاني او وایروسي ناروغیو په وړاندې معافیت ترلاسه او ترې خوندي اوسي.

که تنفسي ناروغۍ لکه زکام او رېزش پخپله یا مو ماشومان ولري، ژر تر ژره باید روغتیاپال ته لاړ او په عمومي ځایونو کې له ګرځېدو ډډه وکړو، نورو ته د لېږدېدو مخنیوی وشي.

  • آیا په کرونا وایروس اخته مور ماشوم ته شیدې ورکولی شي؟

ټولې هغه میندې چې په کرونایي سیمو کې د ټوخي، تبې او سا‌ه‌تنګۍ نښې لرې، هر څه ژر دې روغتیاپال ته لاړې او روغتیايي سپارښتنې دې جدي په پام کې ونیسي. د مور د شیدو ګټو او د وایروسونو په وړاندې د بدن د معافیت ترلاسه کولو ته په کتو، مور باید د ټولو احتیاطي کړنو په نظر کې نیولو سره د ماشوم شیدو ورکولو ته دوام ورکړي.

هغه میندې چې د کرونا نښې نه لري، د شیدو ورکولو کې ستونزه نشته، خو په دې شرط چې د ماشوم په غېږ کې نیولو (شیدو ورکولو پر وخت) او نېژدېوالي په وخت ماسک واغوندي، د ماشوم سره له تماس مخکې او وروسته باید لاسونه ووینځي او ټولې سطحې په انتي سپتيک موادو سره پاکې کړي. ماشوم سره د تماس په وخت ټول هغه ټکي باید په پام کې ونیول شي، چې په کرونا وایروس د مشکوک او اخته کېدو په حالت کې رعایت کېږي.

که د مور ناروغي په شدید او سخت حالت کې وي، باید وهڅول شي چې شیدې د شیر کش په وسیله ولوشي او وروسته یې د پیالې یا قاشغې سره ماشوم ته ورکړل شي. په دې ټولو پړاوونو کې باید د ناروغۍ د مخنیوي هڅې وشي.

په کرونا وایروس د ماشومانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره دا ټکي باید دوی ته ور زده کړل شي:
– د ۳۰ ثانیو لپاره په اوبو او صابون سره خپل لاسونه په اصولي ډول ووینځي.

  • د ټوخي او پرنجي پر وخت خولې او پوزې ته کاغذي دستمال ونیسي.

  • که کاغذي دستمال نه وي، د مټ د پورتنۍ برخې سره دې خوله او پوزه پټ کړي.

  • خولې، پوزې او سترګو ته د لاسونو نه وروړل.

  • کارول شوي دستمالونه له کارېدو وروسته په سر پټو باطله دانيو کې وغورځوي.

  • که په زکام او رېزش اخته کس وینې، ژر دې دوه مټره واټن واخلي.

  • له ملګرو او مشرانو سره دې په لاس روغبړ نه کوي.

  • ډېر مایعات (اوبه، سوپ، ښوروا) دې وڅښي.

  • اومه، نیمه اومه او د حیواني محصولاتو له خوړو دې ډډه وکړي.

سرچینه:beytoote.com

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: