ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه سیاست نړۍ

د پاکستان په دیني مدرسو کې ملایان پر ماشومانو جنسي‌تېري کوي

لیکنه: مدثر دعوت

لیکنه: مدثر دعوت

د پاکستان په دينو مدرسو کې پرماشومانو جنسي تېری کول عادي دي، خو پر دې موضوع هېڅوک د خبرو کولو حق هم نه لري.

په پاکستان کي تر ۲۲۰۰۰ ډيرې راجستر شوې ديني مدرسې شته چې تر دوو ميليونو ډېر ماشومان پکې زده‌کړې کوي.

په دې وروستيو کې اسوشيتدپرس خبري اژانس يو راپور خپور کړی، د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې يې د لسګونو هغو کورنيو سره مرکې کړې چي ماشومان يې د جنسي تېريو قربانيان دي او په دې کسانو کې هغه ماشومان هم شامل دي چي جنسي تېري پرې شوي، همدارنګه ياد اژانس په ديني مدرسو کې د ملايانو له لوري پرماشومانو د جنسي تېري په اړه د پوليسو اسناد او راپورونه هم کتلي دي.

د اسوشيتدپرس په حواله له پوليسو سره په لسګونو داسې حقوقي قضيې ثبت دي چې د استادانو له لوري پر خپلو زده‌کوونکو د جنسي تېري پېښې ثابتوي، خو څوک دا جراات هم نه شي کولای چې په اړه يې وږغېږي او يا يې هم څېړنه وکړي.

پوليس وايي د جنسي تېريو پېښي ډېرې زياتې دي، خو د مدرسو زیاتره ملايان له نورو سياسو کړيو سره تړاو لري، کم کسان دېته اماده کېږي چې په وړاندې يې قضيه ثبت کړي، خو ډېری وخت ځينې کورنۍ بېرته په جبر يا هم له وېرې خپل ثبت شوي شکايتونه بېرته اخلي.

مدني فعالانو اسوشيتدپرس ته ويلي، چې په مدرسو کې ټول ماشومان له غريبو کورنيو څخه دي دا چې هلته ډوډۍ او خوراک مفت ورکول کېږي، نو ځکه يې له همدې کمزوری څخه سوی استفاده کېږي.

د مدني فعالانو په باور د کلتوري محدوديتونو او شرم له کبله په لسګونو د جنسي تېريو پېښې همداسې پټې پاتې شوې، دوی وايي په پاکستان کي مذهبي مشران ډېر نفوذ او واک لري چې کله يوه ستونزه پېښه کړي د يو بل ملاتړ کوي او د ځان پاک ښکاره کولو لپاره د پېښو پر قربانيانو د کفر او اسلام د سپکاوي ټاپې هم لګوي.

د پوليسو يو چارواکي ويلي چي تر اوسه يو ملا هم د جنسي ځورونې په تور نه دی محاکمه شوی، د قربانيانو کورنۍ مجبوري دي چي ویې بښي، نوځکه ورځ تربلې پېښې زياتېږي، خو څيړلای يې نه ش، دی وايي د ديني مدرسو ښوونکي منافقين دي او د اسلام د نوم او له علم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

اسوشيتدپرس ته د جنسي تېريو قربانيانو او کورنيو يې کيسې او خاطرې هم ويلي چي خورا زړه‌بوږنوونکې دي.

په پاکستان کي د ۲۲۰۰۰ رسمي مدرسو ترڅنګ په سلګونه نارسمي مدرسې هم فعاليت کوي.

په داسې حال کې چي د پاکستان لومړي وزير عمران خان د خپل حکومت په پيل کي ويلي وو، چې د مدرسو سيستم به مډرن کړي، خو د مذهبي کړيو د طاقت او نفوذ په خاطر يې تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ