مارچ 8, 2021

افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلي په وروستۍ لوبه کې هند ته ماته ورکړه

Advertisements

د افغانستان او هندوستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسېده، چي د یادي لړۍ څخه ئې درې لوبي هند او دوې لوبي بیا افغان لوبډلي وګټلې.
د ۵ یو ورځنیو لوبو په لړ کي لومړۍ، دوهمه او څلورمه لوبه هند وګټله، خو درېیمه او پنځمه لوبه بیا افغانستان وګټله، چي په دې سره لړۍ هند د افغانستان څخه ۳ پر ۲ خپله کړه.

د افغانستان او هند کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ وروستۍ او پنځمه لوبه د شنبې په ورځ ترسره سوه، چي افغانستان په ۲ ویکیټو هند ته ماته ورکړه.
د یادي لوبي پچه هند وګټله او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه.
هند په ۴۹،۳ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷منډي جوړي کړې او افغانستان ته ئې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکی.
د هند لپاره ویکرانت بهاډوریا ۲۹،  کمار کشاګرا ۲۴ او ساوراو ډاګر بیا ۱۶ منډي جوړي کړې.

د افغانستان لپاره بیا درې ویکیټي نوراحمد، خو عابد محمدي او شفیع الله غفوري بیا دوې ـ دوې ویکیټي واخیستیې.
کله چي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته د هند له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۷،۳ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په ۲ ویکیټو هند ته ماته ورکړه.
د افغانستان لپاره اصف موسی زي ۴۲،  شفیع الله غفوري ۳۲ او عمران میر بیا ۳۱ منډي جوړي کړې.

دا چي د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په پيل کي پېلیږي افغان کرکیټ بورډ د هند په وړاندي د یادو سیالیو موخه یاد نړیوال جام ته د ښې لوبډلي انتخاب یاد کړ.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ