فبروري 25, 2021

په ای پي اېل کې د اسټرالیا د پینځلس لوبغاړو شتون نامعلوم دی

یاران سپورټس
د اسټرالیا پنځلس لوبغاړي چې په آی پي اېل کې اخیستل شوي وو، ښایي په راروان آی پي اېل لیګ کې ونه شي لوبېدلای.
ګلېن مکسوېل، اېرون فېنچ، ډېوېډ وارنر، کرېس لېن، کرېس ګرین، مېچل سټارک، واټسن، پټ کمېنس، مارکس سټاینېس، الیکس کېري او ځېنې نور لوبغاړي اخېستل شوي دي؛ خو دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره زیاته ده ښایي دا لوبغاړي خپل میلیونونه ډالر له لاسه ورکړي او ونشي لوبېدلای.
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ویلي، چې هیڅ اسټرالیایي کرکټ لوبغاړی نشي کولای، چې له هېواد څخه بهر نورو کرکټ لوبو کې ولوبېږي.
که د کرونا ویروس ستونزه کابو یوه میاشت وروسته هم همداسې جدي وي، ښایي هیڅ بهرنی لوبغاړی آې پي آیل کې ونه ولوبېږي.
که بهرني لوبغاړي آې پي ایل کې ونه لوبېږي څه ستونزه به پېښه شي؟
که بهرني لوبغاړي د آې پي ایل لوبو ته ورنشي؛ نو لومړي قدم کې ورسره د لوبو خوند له منځه ځي.
د آې پي ایل او نورو سوداګریزو لیګونو خوند په دې کې دی، چې دې کې د نړۍ له پیاوړو کرکټ لوبډلو ځواکمن لوبغاړي لوبېږي، چې د دې په ترڅ کې هم په بالېنګ او هم په توپ وهنه کې لوبې ښکلې کېږي.
که چېري دا لیګ یواځې هندي لوبغاړو ته ورپاتې شي؛ نو لوبې به بې خونده شي.
زیاتره ننداره کوونکي د دې لپاره لوبې ګوري، چې د خپل هېواد لوبغاړي د لوبډلو په منځ کې وګوري.
د ننداره کوونکو په راجذبولو کې د مختلفو هېوادونو تکړه لوبغاړي ښه وسیله ده.
ځکه ډېری خلک د مختلفو لوبغاړو مینوال نه دي؛ نه د یو هېواد د یو لوبغاړي.
بل پلو د کرکټ په پرمختګ هم تاثیرات غورځوي، که لیګ کمزوری ترسره شي؛ نو له کرکټ سره د خلکو علاقه کمېږي او بیا کرکټ ته په نړیواله کچه تاوان رسېږي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*