ټولنیز ژوند زده کړې

د ژوندانه هغه درسونه چې ښوونځي او پوهنتون کې به یې زده نه کړئ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

موږ ټول په زده کړنيزو مرکزونو کې د درسونو ترڅنګ د ژوندانه په اړه ډېر داسې څه زده کوو چې واقعا ورته اړتيا لرو.

دلته مو د ژوندانه په هکله ځينې مهمې لارښوونې تاسو ته راټولې کړي چې تقريبا هېڅ پوهنتون او هېڅ ښوونځی يې خپلو زده کوونکو ته نه زده کوي.

۱- بې ارزښته څيزونه مه څُکئ
د ريچارډ کارلسن د وينا په تائيد، بې ارزښته څيزونه مه څکئ. دا دې مانا ورکوي چې، ډېری خلک ځانونه د هغو کارونو په سټرس کې مشغولوي، چې اصلا دومره ارزښت نه لري. کله چې خپل ځانونه د دومره وړو څيزونو لپاره ستومانه کوو، نو پرته له شکه چې زموږ هيلو ته د رسېدو لپاره کوم ځای نه پاتې کېږي او د خپلو شېبو څخه هېڅ خوند نه اخلو.

۲- ژوند د وړاندوينې وړ نه دی
ژوند د وړاندوينې وړ نه دی او ممکنه ده چې هره شېبه مو د لوړو او ژورو سره مخامخ کړي. يوازې ووايئ چې ( هېڅکله ) او وروسته وګورئ چې څه پېښه رامنځ ته کېږي. د ژوندانه د هغو غوټو لپاره ستاسو پر وړاندې پرتې دي، يوازې د پرانيستي او خوش بينه ذهن سره کولی شئ ورته ښه راغلاست ووايئ!!

۳- د ځان په اړه ډېر صفت مه کوئ
په ټولو ژبو کې تر ټولو خسته کن لُغت (زه) دی. هو دا تصور شته چې د دې لُغت تکرارول پر نفس اعتماد لوړوي. خو ډېری وخت ټول هغه څيزونه چې د خپل ځان په اړه د ( زه ) په تکرارولو سره تشريح او توضيح کوئ؛ واقعيت نه لري! مانا دا چې که يو کس تل د خپلو وړتياوو او فضايلو په اړه خبرې او صفت وکړي، نو دا ډېر خسته کن او ستړي کوونکي تمامېږي. دا ځان غوښتنه ده، نه په خپل نفس اعتماد.

۴- د مادياتو په پرتله انسانيت مهم دی
د مادياتو په پرتله ټولنيزې اړيکې ډېر ارزښت لري، پرته له شکه چې ټولنيزې اړيکې او حسنه روابط ستاسو پر راتلونکي ژور اغېز لري. د کورنۍ، کاري چاپېريال او د ملګرو په منځ کې مينه او ښې اړيکې، د مادي برياليتوب په پرتله ډېر خوند لري. په دې ځان باوري کړئ چې يوازې پيسې د خوښۍ سبب نه ګرځي.

۵- پرته له تاسو څخه، هېڅوک نشي کولی چې تاسو راضي او خوښ کړي!
ستاسو د ذهن راحتوالی او رضايت يوازې تاسو پورې اړه لري. دا په ياد ولرئ چې دا يوازې تاسو خپله ياست چې ځان مو خوښ ساتلی شئ.

۶- د شخصيت او کمال درجه
کمالات د شخص سره ښه ښکاري. کمال، وړتيا او ښه اعمال پر تاسو د نورو خلکو اعتماد او اطمينان لوړوي. د دغه درجې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړئ.

۷- دا زده کړئ چې ځان، نور او حتی دښمنان مو وبښئ
انسان جايز الخطا دی، موږ ټول تېروتنې کوو؛ خو کينه، حسادت او د تېرو بدو پېښو په اړه يادونه کول مو يوازې ذهن مغشوش او ستړی کوي او دا به موږ يو چې له ژوند څخه خوند نشو اخيستی، نه نور خلک!!

۸- موسکا او خندا د هر درد درمل دي
په موسکا او خندا سره مو خپل دردونه هېر او تورې کندې ته يې وغورځوئ.

۹- ښه خواړه، استراحت او په تازه هوا کې ورزش مه هېروئ
خپلې سلامتۍ ته په ټيټه سترګه مه ګورئ، د پورته ټکو په مراعتولو سره له روغ صحت او ژوند څخه خوند واخلئ.

۱۰- چې تاسو هرڅه وغواړئ، د غښتلې ارادې په مرسته يې ترلاسه کولی شئ
هېڅکله مه تسليمېږئ او د خپلو موخو او هيلو د ترلاسه کولو لپاره مو هڅې جاري وساتئ.

۱۱- تلويزون زموږ ذهن د هرڅله په پرتله ډېر مغشوشوي
له تلويزون څخه ځان لرې وساتئ او په ورزش او مطالعې سره مو ذهن فعاله وساتئ.

۱۲- ماتې مو بريا ته رسوي
هرڅوک د خپل ژوند په اوږدو کې له ماتو سره مخ کېږي. ماتې موږ درسونه راکوي. موږ ته دا زده کوي چې څنګه متواضع واوسو او ښه لاره د ځان لپاره وټاکو. اډيسون د پرلپسې ماتو په منلو سره بلاخره بريا ته ورسېد، هغه وايي: ما ماته نه ده خوړلې، يوازې مې په لسهاو زرو لارې ازمويلې دي، چې واقعا راته ګټورې وې!

۱۳- د نورو د تېروتنو څخه د عبرت درس زده کړئ
يو بودايي بوډا داسې وايي: پوه کس هغه څوک دی چې له خپلو تېروتنو څخه نېک درس زده کړي او ترټولو پوه کس بيا هغه څوک دی چې د نورو ماتو څخه زده کړه وکړي.

۱۴- د نورو سره په مينې کولو مه شرمېږئ
ژوند لنډ دی او پای يې نه دی مالوم، نو هڅه وکړئ چې ټولو سره مينه او محبت وکړئ.

۱۵- داسې ژوند وکړئ چې ګواکې د ژوند وروستۍ ورځ مو ده!!
ستاسو له مړينې څخه وروسته يوازې او يوازې ښه اعمال، نېکه رويه او غوره اخلاق له تاسو په يادګار پاتې کېږي. له ټولو سره ښه رويه وکړئ، ژوند اعتبار نه لري.

د زده کړنځای او ژوند توپیر: په زده کړنځای کې درس لولئ او وروسته ازموينه ورکوئ، خو په ژوند کې لومړی ازموينه ورکوئ او وروسته بيا ترې درس اخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی