Advertisements
سینما او موسیقي

د ۱۹۹۰ کې د عاشقي فلم هیرو څنګه ناڅاپي پيدا شو؟

د عاشقي د فلم ورک هیرو د کرینه کپور سره په یوه ټویټ کې له ډېرې مودې وروسته راښکاره شو.

د ۱۹۹۰ کال د کامیاب فلم عاشقي د مرکزي رول لوبوونکی راهول رائي د ډېره موده ورک و او چا یې پاڼه نه اړوله.

کیسه داسې ده چې کرینه کپور په واقعي بڼه لرونکي ټلویزیوني پروګرام یا ریالټي شو ډانس انډیا ډانس کې یاده کړه چې راهل رائي یې د خوښې اداکار و.

کرینه کپور په دغه خپرونه کې زیاته کړې چې هغه وخت یې دغه فلم د راهول لپاره په نږدې لس ځلې کتلی و.

په ځواب کې ښاغلي رائي په یوه ټویټ کې لیکلي (speech less) مطلب یې چې هیڅ هم ورته د ویلو نه لري او هغه الفاظ نه لري چې ترې مننه وکړي.

یو وخت داسې و چې نه یوازې کرینه کپور بلکې ډېرې نورو هم راهول د خوښي فلم لوبغاړی و خو د لومړي فلم د کامیابېدو او یوې زبردستې بریا سره سره بیا هم فلم ستوری رائي د ډېرې مودې لپاره نادرکه شو.

بل لورته:

د بالیوډ مشهور او تجربه کار فلم ستوری امیتاب بچن سره د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو سفیر هم دی، او ډیر وخت یې د ماشومانو په ژغورنه او لوسته کې تيریږي.

په دې اوونۍ کې یې په خپل ټلویزیوني پروګرام کون بني ګا کروړ پټي کې روښانه کړه چې ټول جایداد یې د خپل زوی ابهشیک بچن او لور شویتا ننده تر منځ برابر تقسیم وصیت کړی.

نوموړي دغه خبره په خپل ټویټر اکونټ هم لیکلي وه خو ځینو خلکو یې په ځواب کې ویل وه چې دا کورني مسایل دي او په ټولنیزه میډیا کې یې خپرولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی