سپورټ کرکټ وزش او تمرین

په درې واړه فارمټونو کې د لسیزې غوره لوبډلې؛ راشدخان هم پکې شته

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د کرکټ په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه سیالیو کې د وروستۍ لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په لوبډله کې افغان لوبغاړی راشدخان هم شته.

د وروستۍ لسیزې غوره شوې شل اوریزه لوبډله

د هندوستان روهیت شرما، د ویسټ انډیز کریس ګېل، د اسټرالیا ایرون پینچ، د هندوستان ویراټ کوهلي، د سویلي افریقا اي بي ډیویلرز، د اسټرالیا مکسویل، د هندوستان مهندرا سینګ ډوهني، د ویسټ انډیز کیرون پولارډ، د افغانستان راشدخان، د هندوستان جسپریت بومرا او د سریلانکا ملینګا.

د وروستۍ لسیزې غوره شوې پنځوس اوریزه لوبډله

د هندوستان روهیت شرما، د اسټرالیا ډیویډ وارنر، د هندوستان ویراټ کوهلي، د سویلي افریقا اي بي ډیویلرز، د بنګله دېش شکیب‌الحسن، د هندوستان مهندرا سینګ ډوهني، د انګلستان بین سټوکس، د اسټرالیا میچل سټارک، د نیوزیلنډ ټرینټ بولټ، د سویلي افریقا عمران طاهر او د سریلانکا ملینګا.

د وروستۍ لسیزې غوره شوې ټیسټ لوبدله

د انګلستان الاسټایر کوک، د اسټرالیا ډیویډ وارنر، د نیوزیلنډ کین ویلمسن، د هندوستان ویراټ کوهلي، د اسټرالیا سټیو سمیت، د سریلانکا کمارا سنګاکارا، د انګلستان بین سټوکس، د هندوستان ایشواین، د سویلي افریقا ډیل سټېن، د انګلستان سټارټ برووډ او د انګلستان جېمز انډرسن.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ