ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

لس ناسم کارونه چې بايد همدا اوس يې پرېږدئ

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

زه له تاسې غواړم چې يو څو شېبې تم شئ او ټول هغه وخت او پيسو ته فکر وکړئ چې په داسې شيانو مو لګولي چې ستاسې لپاره يې هيڅ ګټه نه درلوده.

که له خپل ځان سره رښتيني يئ؛ نو خامخا به ځان ته حيران شئ چې د لنډ مهالي او د لږ وخت خوند لپاره مو څومره وخت ضايع کړی دی او پرته له دې چې له مهمو کارونو يې راګرځولي يئ؛ بله هيڅ ګټه نه درلوده.

له مهمو کارونو مې موخه په کارونو کې پرمختګ، د کاروبار پراختيا او د ملګريو او کورنۍ تر څنګ له ژونده خوند اخېستل دي.
دا ډول کړنو ته ولې ناسم وايو؟
ځکه چې که خپل ژوند مو په عيش او عشرت او ساعت تېرۍ تېر کړئ؛ نو يو وخت ويښېږئ او پوهېږئ چې د ناسمو انتخابونو له کبله هيڅ ځای ته ونه رسېدئ او دا حقيقت ډېر تريخ وي.

کوم کار چې بايد وکړئ دا دی چې د خپل ځان له تخريبولو لاس واخلئ؟ لاندې مونږ د لس دا ډول کارونو يادونه کوو:

۱- هر کاره او هيڅ کاره يئ.
نن سبا هر څوک زرګونه لوی او واړه کارونه لري، هر څوک چې له کوم ځايه يو يا دوه خبرې زده کړي؛ نو د ځان لپاره يو کار جوړوونکی، پانګوال او متخصص کېږي.

هر څوک د يو ځای مدير کيږي او رنګ رنګ مسئوليتونه او عهدې په غاړه اخلي.

خپلې وړتياوې او ذوق وپېژنئ، په کوم څه کې چې وړتيا لرئ؛ ټول تمرکز مو په هماغه کار وکړئ او په هماغه خاصه ساحه کې پرمخ لاړ شئ او د نورو کارونو سره کار مه لرئ.
تر څو مو چې هماغه څه لاسته نه وي راوړي، کار کول مه پرېږدئ.

۲- تل الهام اخېستلو ته اړ يئ.
الهام له کتابونو، انټرنيټي ليکنو او يا د پوهانو له ويناؤ نه اخېستل کېږي؛ بلکې الهام ستاسې له داخله سرچينه اخلي.

که له خپل کاره هيڅ الهام يا انګېزه نه اخلئ؛ نو خامخا مو د ناسم کار مسير غوره کړی دی.

۳- په ناهيلئ سره د پاملرنې په لټه کې يئ او دې کار ته د شخصي غرور نوم ورکوئ.
دا چې دن شوبل د خپل کتاب (شخصي غرور) نوم (زه) وټاکلو يو جالب دليل لري؛ ځکه ټول کتاب په همدې عنوان و چې: زه، زه، زه
رښتيا دا دي چې ډېری کارونه چې د غرور له مخې يې سرته رسوو د يوې موخې لپاره دي: د پاملرنې راجلبول او د مهم اوسېدو احساس. له بده مرغه دا ځانګړتيا تخريبوونکې ده.

۴- تل ځان وړ او حقدار بولئ.
کله چې په دې باور يئ چې تاسې د داسې څه وړ يئ چې هيڅکله مو په دې برخه کې کار نه وي کړی او يا د نورو له شتو سره حسد کوئ؛ يعنې ځان وړ ګڼئ او دا په دې مانا ده چې ستاسې نفس له واقعيتونو سره سمه هم غږي نه لري، همدارنګه ورته پوچ او جادوګر فکر هم ويلی شو.
دا فکر نا سم او ماشومانه دی. لوی شئ او د واقعي نړۍ سره مخامخ شئ.

۵- لوبې کول کار ګڼئ.
ساعت تېري او له فارغو لحظو خوند اخېستل ښه کار دی؛ مګر ټول وخت په بې ځايه کارونو ضايع کول او هغې ته د کار نوم ورکول بېله مسئله ده.

ویب پاڼې ليدل، يوټيوب، فيسبوک او په داسې کارونو وخت ضايع کول چې هيڅ اهميت نه لري؛ ترې لاس واخلئ او په مهمو کارونو تمرکز وکړئ او نور لوبې مه کوئ او خپل کار ته ورسېږئ.

۶- هر څه چې وينئ، اخلئ يې.
نن ورځ ټول خلک د الکترونيکي وسايلو، سافټويرونو، د بدن د ښکلا وسايلو او نورو شيانو اخېستلو ځانته جذب کړي دي.
يعنې څه؟
هر څومره چې خپل وخت او پیسې د دا ډول شيانو په پېرودلو مصرفوئ؛ په هماغه اندازه يې په کنترول کې راځئ او له بله اړخه مو د مهمو کارونو لپاره کم وخت او پیسې پاتې کېږي. که له دې کاره خبر نه شئ؛ نو په ستونزو کې نښلئ.

۷- تل د مودونو او د عجيبو غريبو کارونو په لټه کې يئ.
غواړئ چې نوم يې هيجاني هوښ کېږدئ، يا اووه ګوني عادتونه، په اونۍ کې څلور ساعته ورزشي تمرينونه، جادوګر رژيم، د سهار خندني پروګرامونه، د بريا رازونه او يا بل هر څه.
که هر چا غوښتل ستاسې د پيسو لپاره کيسې وګنډي او تاسې د ځان خواته راکاږي؛ نو تر ټولو ښه څه مو جې په برخه کېږي، دا دي: هيڅ.

۸- بې ارزښته موخې او انګېزې لرئ.
که رښتيا هم غواړئ چې متفاوت واوسئ؛ نو د خپلې خوښې په کارونو پسې شئ او د دې لپاره چې په هماغه کارونو کې په ستر شخصيت بدل شئ، سخته هڅه وکړئ.

که بريا ته ورسېدئ؛ نو هغه وخت کولای شئ چې ډېرې پيسې لاسته راوړئ او له دې په ګټه اخېستو خپلو ټولو موخو او انګېزو ته ورسېږئ.
تر څو مو چې دا کارونه نه وي کړي؛ نو د هيچا لپاره ګټه نه لرئ، حتی د ځان لپاره هم.

۹- په درغلۍ غواړئ هر څه ته ورسېږئ.
د بريا کيلي په کسب او کار، د قوي اړيکو جوړول، شهرت او باور لاسته راوړلو کې ده.
د باور تر لاسه کولو کيلي هم خپل وعدو ته ژمن پاتې کېدل او موخو ته رسېدل دي.
ستاسې غرور ستاسې د کارونو پايلې دي.
که يو کسب او کار اداره کوئ؛ نو بايد پوه شئ چې همدا ستاسې پايلې او لاسته راوړنې دي چې ستاسې غرور جوړوي.
د کار او کسب په دنيا کې تر ټولو بد کار درغلي کول دي.

۱۰- له ځان پرته غواړئ د هر چا په څېر شئ.
مونږ د مجازي نندارو په نړۍ کې ژوند کوو، زمونږ شخصيتونه تل د هغه شيانو منعکس کوونکي وي چې مونږ هيله لرو هغه ډول اوسو؛ نه د خپل اصلي شخصيت منعکس کوونکي.
دا د ژوند کولو دود نه دی او دا لاره خوښۍ او بريا ته نه رسېږي.

د دې پرځای چې هڅه کوئ له ځان پرته په يو بل څه بدل شئ؛ هڅه وکړئ خپل بهترين شخصيت خلکو ته وړاندې کړئ.
نړۍ نوره بتانو ته نه، ستا په څېر انسانانو ته اړتيا لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران