اپریل 11, 2021

هغه لس کرکټران، چې له مرګونو ناروغیو رغېدلي دي

Advertisements

د کرکټ په تاریخ کې داسې لوبغاړي تېر شوي، چې په مرګونو ناروغیو اخته شوي وو، خو خدای روغ کړي او بیا لوبو کې ځلېدلي دي.
یوراج سېنګ

یوراج سېنګ چې په ۲۰۰۷ نړیوال شل اوریز جام کې یې ۶ شپږیزې سر په سر ووهلې او د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې د هند لپاره په نیمه پایلوبه کې اتل و، په مرګوني سرطان ناروغۍ اخته شوی وو؛ خو بېرته ښه شو.  کله چې دی له دغې ناروغۍ ښه شو بیا کرکټ کې د پخوا په څېر مزه نه وه.
موتیا مورالي تارن

مورالي تارن چې د سریلانکا خطرناک څوکه توپ‌اچوونکی و، د سونامي پرمهال له څپو وژغورل شو.
هغه له کولمبو څخه ګالي سیمې ته د ماشومانو د مرستې په پار له کورنۍ غړو او پنځوسو نورو ماشومانو سره روان وو، چې د سونامي له څپو سره مخ شو؛ خو ډېر ژر یې بېرته مسیر د مرکز کولمبو خواته واړاوه او له څپو وژغورل شو. خو هغه پنځوس ماشومان چې سیمې ته تللي وو په بحر کې ډوب شول.
مایکل کلارک

د اسټرالیا لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی وو، دی د پوستکي په سرطان اخته و او ۲۰۰۶م کې له دغې ناروغۍ خدای ښه او کرکټ کې یې خورا ښه پرمختګ وکړ.
دېنېش چنډېمل

د سریلانکایي لوبډلې لوبډلمشر او ټاپ ارډر توپوهونکی و، ۲۰۰۴ کې یې کور او د کرکټ ټول توکي سونامي له ځان سره یوړل، د هغه د کورني غړي هم په دغو څپو کې ووژل شول؛ خو دی له دغې سونامي څخه ژغورل شوی و او وروسته په کرکټ کې د سریلانکا پرمختللی لوبغاړی شو.
انډریو فلېن ټاف

انګلستانی فلېنټاف چې په ۲۰۰۷م کې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر و، له نړیوال جام وړاندې یې ۵ ټېسټ لوبې د اسټرالیا پر وړاندې بایللې وې او کله چې نړیوال جام کې انګلستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله؛ نو ده او د ټیم لوبغاړو یې د ویسټ انډیز په پنځه ستوریز هوټل کې د ۴ ساعتونو لپاره شراب وڅښل.
فلېنټاف د نشې په حال کې و، چې سهار په ځایي وخت په ۴ بجو له خپل ځای څخه پورته شوی وو او د ویسټ انډیز په بحر کې ورګډ شو.  د بحر له دغو څپو نوموړی خدای ژوندی وژغوره او بیا هم د انګلستان لپاره ولوبېد.  خو د ده د دغه جرم پر اساس نوموړی جریمه شو او هم یې له خپل کرکټ بورډ بخښنه وغوښته.
متیو وېډ
متیو وېډ چې د اسټرالیا کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، نوموړی په ۱۶ کلنۍ کې د خصیو یا د اندام خاص په سرطان اخته شوی و؛ خو له دغې ناروغۍ روغ شو او په ۲۰۱۱ کې یې د اسټرالیا لپاره کرکټ پیل کړ او دغې برخه کې ښه وځلېد.
جیفري بایکاټ
دا د انګلستان پخوانی لوبغاړی و، چې په ۲۰۰۳ کې یې د مرۍ یا غاړې سرطان درلود، نوموړی له دې ناروغۍ بچ شو او کرکټ کې یې له دې پخوا ډېره وړتیا لرله.
جیسي رایډر

جیسي رایډر د نیوزیلېنډ خطرناک کیڼ لاسی توپوهونکی دی او ۲۰۱۳ کې د زیاتو الکولو او په همدغه وخت کې نیوزیلېنډ د وسله وال بریدونو پرمهال دماغي سکته لیدلې وه او په دې وجه کوما حالت ته تللې و.
خو وروسته بیا جوړ شو او لوبو ته یې ادامه ورکړه.
وسیم اکرم

وسیم اکرم چې د پاکستان کرکټ لوبډلې خورا ښه الراونډر و، نوموړی په کراچۍ ښارکې د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو ټپي شو.
خو بېرته ورغېد او د لوبډلو په روزنه بوخت و.
د سریلانکا شپږ لوبغاړي
۲۰۰۹م کې د سریلانکا شپږ لوبغاړي د پاکستان په لاهور ښار کې د وسله وال برید لاندې راغلل او ټپیان شول.
دغه لوبغاړي بېرته جوړ شول او لوبې یې پیل کړې.
په دغو لوبغاړو کې تېلان سمارا ویرا او ترنګا پاراناوېټانا سخت ټپیان وو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ