۵ ډیر ناوړه عادتونه چې ځیني خلک یې د ډوډۍ خوړلو پر مهال په دسترخوان ترسره کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: الما افغان
۱- خوله شړپول
د ډودۍ خوړلو پر مهال د خولې په داسې انداز خوځول چې غږ يې پورته شي په نورو ډیره بده اغیزه کوي.
ما د ډیری ملګرو نه ددې مسلې په اړه پوښتلي او زه هم د نورو ملګرو سره همغږې یم، که چیرې زه په خپل کور کې د کورنۍ د یو غړي سره مخ شم چې ډوډۍ خوړلو پر وخت خوله شړپوي، هیڅکله ورسره په راتلونکې کې د ډوډۍ خوړلو اراده نلرم او که کوم ځای میلمه اوسم او څوک عینې عمل تکرار کړي نو دسترخوان به ورته پریږدم.
یا هم که د چا بار، بار دا کړنه ما غوسه کړي نو ممکن ورسره په شخړه شم.
هو!
که له تاسو هرڅوک دا عادت لري، عادي یي مه نیسئ، ځکه دا پر ډیری خلکو ښه اغیزه نه پریباسې او ممکن ستاسو شخصیت ته پرې صدمه ورسیږي.
ددې لپاره چې ددې کړنې مخه ونیسئ هڅه وکړئ، وړوکی کپ د خولې لپاره جوړ کړئ او خوله مو د ډوډۍ ژولو وخت کې بنده کړئ، بیا به مو هیڅکله خوله نه شړپیږي.
۲- ژر ژر خوراک
که د دسترخوان په سر تاسو ژر ژر خوراک وکړئ، نو تاسو ځان سره مقابل لوری هم وارخطا کوئ، هغه مجبوریږي چې یا خپل خوراک ستا په شان تیز کړي او یا هم دسترخوان پریږدي.
عموماً هغه څوک ژر، خوراک کوي چې د ښوونځي، پوهنتون او یا هم د کار تګ لپاره بیړه لري.
هڅه وکړئ دا کړنه مه ترسره کوئ، ځکه دا چاره مو معدې ته هم په زیان ده. په ژر خوراک کې ډوډۍ په سم شکل نه ژول کیږي، نو تاسو باید په آرامه مړۍ وژوۍ او که کوم ځای ته د تګ بیړه لرۍ ترې نیم ساعت د مخه ځان د خوراک لپاره تیار کړئ، ترڅو هم د ډوډۍ په خوند پوه شئ اوهم د خوراک په ګټه پوه شۍ.
۳- د پوزې کشول
امممممم!
یو له ډیرو بدو عادتونو څخه چې، هیڅوک يې نه خوښوي، که تاسو زکام یاست هڅه وکړئ له نورو څخه ځانته ډوډۍ وخورۍ او که عادت له مخې پوزه کشوۍ، نو دا عادت مو د ډوډۍ پرمهال بیخي ورک کړئ ځکه د نورو د زړونو د بدوالي لامل ګرځي.
۴- د تلویزون لیدل
د ډوډۍ پر وخت یو بل بد عادت چې زموږ ډیری کورنۍ دا ستونزه لري د تلویزون لیدل دي.
که تاسو د ډوډۍ خوړلو په حال تلویزون لګولی وي او ناڅاپه د یوې چاوندنې ریپوټ مو ترمخه شي، نو ډیر به خواشیني شئ او دا چاره به تاسو له ډوډۍ ماړه کړي.
بله دا چې ما د ځینو خلکو په اړه اوریدلې چې دوی د ډوډۍ خوړلو پرمهال تلویزون تماشه کړې، ډیرې تیروتنې يې هم کړي، لکه د خوړو د لوښي پرځای يې د اوبو په جام کې ډوډۍ چوکه کړې او یا هم له خوراک نه يې هیڅ خوند ندی اخیستی.
۵- خپله مخه چټلول
هو!
ډیری ځوانان شته لکه د ماشومانو په شان د ډوډۍ خوړلو پرمهال خپله مخه خیرنوي، که ورسره داسې څوک ناست وي چې هغه د خوراک پرمهال واقعاً حساس وي، دا چاره به يي زړه ور بد کړي او بیا به يي هیڅکله له داسې یو شخص سره ډوډۍ خوړلو ته زړه ونشې.
دا کوچنې، کوچنې عادتونه واړه مه بولئ، بلکې جدي يې ونیسئ، ځکه همدا وړې خبرې کیدای شي ستاسو شخصیت ته تاوان ورسوي.