فبروري 25, 2021

۵ ځوان افغان لوبغاړي، چې ښایي IPL کې واخېستل شي.

د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي دي، چې د نن ورځې آې پي ایل بولي کې به ښايي د محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمن پرته پنځه ځوان افغان لوبغاړي واخېستل شي.
په دغو پنځه لوبغاړو کې لومړی نوم د نور احمد ذکر شوی دی.
د نور احمد پېژندنه

نور احمد لېګ برېګ کیڼ لاسی چېنا مېن توپ اچوونکی دی، چې د ورزشي رسنیو د راپورونو له مخې ۱۴ کاله عمر لري او افغان ۱۹ کلنو لوبډله کې تر ریکارډ جوړولو وروسته خورا مشهور شو.
هغه د اسیا تنکیو ځوانانو کرکټ لوبو کې د ۳۰ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې واخېستې او د کم عمره بالر په توګه یې ریکارډ جوړ کړی و.
له دې وروسته هغه د شپږیزې کرکټ لیګ په شپږم پړاو کې هم ښه وځلېد او د مِس عېنک اتلانو ټیم لپاره یې توپ اچونه خورا مثبته وه.
او د کرېک ټرکر وېب پاڼې ویلي، چې ډېر امکان شته ترڅو نور احمد په آې پي ایل کې وپېرل شي.
نور احمد په یوه لوبه کې د مِس عېنک لوبډلې لپاره په ۱۲ منډو ورکولو سره ۳ وېکټې واخېستې او د ښه بالېنګ څېره شوه.
نوین الحق

نوین الحق چې شل کاله عمر لري د کابل ولایت اوسېدونکی دی، هغه په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي. په شپږیزه لیګ کې له مِس عېنک لوبډلې سره ولوبېد، ویسټ انډیز سیریز کې د افغان لوبډلې ملګری و، په بي پي ایل کې له سېلهېټ تندر لوبډلې سره لوبېږي او له دې وړاندې تر ۲۰۱۸ م کال پورې د افغان نولس کلنو لوبډلې بریالی لوبډلمشر و.
هغه په آې پي ایل کې د ۵۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې بولي ته وړاندې کېږي.
د وېب پاڼې په وېنا ښایي لوبډلې د ده په اخېستلوکې دلچسپي وښيي.
قېس احمد

قېس احمد چې ۱۹ کاله عمر لري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې لېګ برېک توپ اچونه کوي او کله، کله ښه توپ وهنه هم کوي.
هغه په بنګله دېش، ټي ټېن، بېګ باش او افغانستان لیګ کې د لوبېدلو پخې تجربې لري او کار یې پوره مثبت دی. آې پي ایل کې د قېس احمد د بولي اساسي قېمت ۵۰ لکه هندي کلدارې اېښودل شوی دی.
ظاهرخان

ظاهرخان پکتین چې شل کاله عمر لري د افغانستان د جنوب ختیځ زون څخه د یو ولایت اوسېدونکی دی او ځېنې خلک بیا وایي، چې د پکتیکا ولایت څخه دی، په ټي ټېن لیګ او بېګ باش لیګونو کې اخېستل شوی دی، د دې سربېره په افغان نولس کلنو، شپږیزه لیګ او د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې لوبېدلی. تېر کال په آې پي ایل کې اخېستل شوی و، خو له لوبو وړاندې ټپي شو او بیا له راجستان لوبډلې سره ونه شو لوبېدلای.
نن د ۵۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې بولي ته وړاندې کېږي.
کریم جنت

ښي لاسی منځنی توپ اچوونکی او توپ وهونکی دی. کریم جنت د کابل ولایت اوسېدونکی دی، ۲۱ کاله عمر لري، د افغانستان په شپږیزه لیګ کې خورا بریالی توپ وهونکی او توپ اچوونکی و.
۲۰۱۸ م کال کې یې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې ۳۰ وېکټې اخېستې وې، ۲۰۱۹ م کال شپږیزه کې هم بریالی و. د ویسټ انډیز خلاف یوه شل اوریزه لوبه کې یې ۵ وېکټې واخېستې او د غوره توپ اچوونکي څېرې لوبغاړو په نړیوال نوملړ کې یې نوم ثبت کړ.
هغه اوس په آې پي ايل کې د ۵۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې بولي ته وړاندې کېږي.