۵ ټکي چې ژوند او حالت مو بدلولی شي

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ.
هڅه وکړئ چې د خپل د ضعف او قوت ټکي وپېژنئ، څو وشئ کولی د خپل ځان په هکله ښه قضاوت وکړئ. حقيقت دا دی چې ښايي په هره برخه کې يو بل کس په بل ځای کې له تاسو څخه ښه او يا هم بد وي.
که غواړئ خپلې وړتياوې ومومئ او لا پرمختګ وکړئ نو خپل ځان د نورو سره مه مقايسه کوئ او هڅه وکړئ چې د نورو وړتياوې ستاسو پر وړتياوو سيوری رانه ولي.
۲- د خپلې خولې په اندازه مړۍ واخلئ.
تېږه په خپل ځای درنه ښه ده. داسې موخې ځان ته وټاکئ چې وشئ کولی ترلاسه يې کړئ. ښايي ځيني وختونه مو موخې يا هدفونه ډېر واړه وي، خو بايد ځان ورته ورسوئ. هغه څه چې ډېر مهم ګڼل کېږي، دا دي چې تر خپل وس او وړتيا پورې بايد هڅه وکړئ.
۳- ډار په يوې موکې يا چانس واړوئ.
د لويو وېرو سره په مقابلې ځان غښتلی کړئ او فني چلند ورسره وکړئ. که د خلکو په ډله کې له خبرو کلو وېره لرئ، نو د داسې فرصت په تمه واوسئ چې په ګڼه ګوڼه کې خبرې وکړئ.
يوازې په هغه صورت کې کولی شئ چې په وېرې او ډار برلاسي شئ چې، ځان ورسره پخپله مخامخ کړئ.
۴- ځان ته مو مثبتې خبرې وکړئ.
که تر دې دمه له ځان سره داسې وايئ چې، کاش فلانی کار مې ترسره کړی وی، کاش په فلان ډول چلند مې کړی وی او يا هم له فلانۍ ځانګړنې څخه کرکه لرم؛ نور نو بس کړئ.
دا ډول خبرې او نظريات مو د بريا او پرمختګ مخه ډب کوي، ځکه همدا باور دی چې چلند او رفتار ته بدلون ورکوي.
د بریاليو کسانو يو ځانګړنه دا ده چې تل خپل ځان ته مثبتې خبرې کوي.
۵- خپل ماضي حالت ومنئ.
انسانان بايد تل په خپل تېر حالت کې ډوب ونه اوسي. د خپل ماضي حالت په اړه په فکر کولو خپله کمزوري مه ډېروئ. دا په ياد ولرئ چې ( نن مو د پاتې عمر لومړنۍ ورځ ده ).

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ