سپورټ نړیوال کرکټ

۵ سریلانکایي کریکټ لوبغاړي نغواړي چي پاکستان ته ولاړ شي!

لیکنه:بهار سمسور

لس کاله وړاندې همدا سریلنکایۍ لوبډله د پاکستان په لاهور قدافي لوبغالي کې تر وسلوال برید لاندې راغله،چې زیات شمېر لوبغاړي یې زخمي شول او کریکټ نړیوالې شورا پر ټولو نړیوالو کریکټ لوبډلو پاکستان ته د تګ بندیز پورې کړ.

خو اوس د همدې هېواد سریلنکایي کریکټ بورډ وروسته له هغې چې امنیتي مامورینو دوه اونۍ مخکې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې تر امنیتي ارځونې وروسته خپل کریکټ بورډ ته وویل؛ سریلنکایۍ کریکټ لوبډله کولی شي پاکستان ته سفر وکړي او هلته ځینې لوبې تر سره کړي.

تېره اونۍ سریلنکایي کریکټ بورډ اعلان وکړ،چې لوبډله یې پاکستان ته ځي،چېرته به چې له کوربه لوبډلې سره یو شمېر لوبې وکړي.

تر دې خبر خپریدو وروسته سریلنکایي ځینو کریکټ مینوالو توند غبرګون ښودلی او له کریکټ بورډ یې غوښتي څو دا پرېکړه بدله کړي،خو اوس د سریلنکا کریکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم ویلي؛نه غواړي پاکستان ته ولاړ شي.

له دې ډلې الرونډر تیسارا پرېرا او نیرشن ډیکوېلا له خپل کریکټ بورډه غوښتي دوی ته دې پاکستان ته د تګ پر ځای په کربین پریمر لیګ کې د لوبیدو چانس ورکړي او غواړي له اسیا د نړۍ بلې څنډې ته ولاړ شي،خو نه غواړي د ۲۰۰۹ کال پېښه بیا تکرار شي.

دا دواړه د سریلنکایۍ کریکټ لوبډلې مهم لوبغاړي دي او ممکن سریلنکا کریکټ بورډ پرې د پاکستان خلاف شل اوریزه سیریز کې تکیه وکړي.

د خبر پر اساس یوازې پریرا او ډکوېلا نه دي بلکې دری نور لوبغاړي هم چې نومونه یې نه دي خپاره شوي پاکستان ته په تګ کې زړه نه زړه دي.

پاکستانی کریکټ بورډ پلان لري،څو د سریلنکا لوبډله په لاهور یا هم کراچۍ کې څو یو ورځینۍ او هم شل اوریزه لوبې له کوربه لوبډلې سره تر سره کړي، چې د سفر ټېسټ لوبې د دوی په خبره په اماراتو کې د دوی په کوربه توب پلان شوي دي.

په ۲۰۰۹ کال کې د سریلنکا پر کریکټ ملي لوبډله د پاکستان په لاهور کې برید وشو،چې د ماهیلا جاوردانا،کمار سنګاکارا او متیوز په شمول ځیني لوبغاړي په دې سفر کې و او تر برید لاندې راغلي و.

تر دې برید وروسته کریکټ نړیوالې شورا په پاکستان کې د نړیوال کریکټ دروازې پورې کړې،خو اوس پاکستانی کریکټ بورډ غواړي دا بندې دروازې بېرته د همدې لوبډلې په دعوتولو سره خلاصې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی