سپورټ کورنی کرکټ

۴ لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو نیمه پایلوبو ته ورسېدې.

سمیع الله درانی

د غازي امان الله خان یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ چې د سپټمبر په لسمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د افغانستان په کچه د پنځه زونونو ترمنځ پیل شوې دي؛ تر نیمه پایلوبو رارسېدلي دي.

دا سیالۍ له نن څخه لس ورځې وړاندې د مرکزي کرکټ بورډ د اجرایوي رئیس لطف الله ستانکزي او د سپین غر زون کرکټ بورډ مشر مېوند مجاهد په شتون کې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوې.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې امو لوبډلې، بند امیر ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه؛ دوهمه لوبه کې سپین غر لوبډلې مِس عېنک ته ماته ورکړه، دریمه لوبه بیا بُست له بند امیر څخه په ۵ وېکټو ګټلې وه، څلورمه لوبه امو له مِس عېنک څخه په ۱۵ منډو وګټله، پنځمه لوبه بُست له سپین غر څخه په ۵ وېکټو خپله کړه، شپږمه لوبه مِس عېنک له بند امیر څخه په ۱۲۲ منډو وګټله، اوومه لوبه بُست له امو څخه په ۲ وېکټو وګټله، اتمه لوبه کې سپن غر د بند امیر پر وړاندې په ۱۳۵ منډو بریا ترلاسه کړه، نهمه لوبه کې مِس عېنک د بُست پر وړاندې په ۳۰ منډو بری واخېست او لسمه لوبه د امو او سپین غر ترمنځ ترسره شوه، چې امو پکې سپین غر زون لوبډلې ته په ۳۶ منډو ماته ورکړه.

د نومرو په جدول کې امو او بُست شپږ، شپږ نومرې لري او دوهم پړاو ته رسېدلي دي، سپین غر او مِس عېنک بیا څلور، څلور نومرې لري او تر دوهم پړاوه رارسېدلي دي.

بند امیر لوبډلې، چې څلور لوبو کې یې یوه هم ونه ګټله، له سیالیو بهر شوه.

د دې سیالیو اتلولي یو ځل بست او یو ځل بند امیر ګټلې ده.

د سپین غر کرکټ زون د ویاند فضل الرحیم رحیمي په وېنا دا سیالۍ د افغان کرکټ بورډ په زیار په ۲۰۱۰ م کال کې پیل شوي دي او د یو ورځنیو لوبو په فارمټ کې ترسره کېږي.

د سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه سهار شا او خوا نهه بجې په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پېلېږي او دوهمه نیمه پایلوبه د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د سپین غر او مِس عېنک لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د دې سیالیو پایلوبه د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په کابل لوبغالي کې کېږي.

د جمعې په ورځ چې د بُست او امو څخه هره لوبډله لوبه وګټي، سیده پایلوبې ته ځي او شنبې ورځې په لوبه کې چې په سپین غر او مس عېنک لوبډلو کې هره یوه لوبه وګټي، نېغ په نېغه پایلوبه کې د لوبېدلو حق تر لاسه کوي.

د پنځه لوبډلو لوبډلمشران

د سپین غر زون لوبډلې لوبډلمشر ناصرخان دی او د لغمان ولایت اوسېدونکی دی.

د امو لوبډلې لوبډلمشر مېروېس اشرف دی او د کندوز ولایت اوسېدونکی دی.

د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر ضیاءالحق نومېږي او د پروان ولایت اوسېدونکی دی.

د مِس عېنک لوبډلمشر ضیاءالرحمن اکبر دی او د بُست لوبډلې لوبډلمشر ناصر جمال احمدزی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی