۳ هغه ټکي چې نارينه نه غواړي پرې بحث وکړي

په معمولي ډول نارينه د خپل ژوند په اړه او د خپل ژوند د کړنو په اړه ډېر بحث نه کوي او نه غواړي چې څوک د هغه د ژوند پر هر اړخ وغږېږي او وې څېړي. خو د نارينه وو په ژوند کې ځينې داسې ټکي هم شته چې نارينه په هېڅ ډول نه غواړي چې د هغو په اړه بحث وشي او په دغو ټکو غږېدل د هغوی د کرکې لامل کېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو د نارينه وو د ژوند د هغو ۳ اساسي ټکو په اړه تاسو ته معلومات درکړو چې په هېڅ ډول نه غواړي پرې بحث وکړي. د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم.

لومړی: جنسي وړتیاوې

کله چې خبره د ښځې او مېړه د جنسي وړتياوو په هکله وي، نارينه د ښځينه وو په پرتله څو برابره په دې خبره کې حساس وي او په دې اړه ډېر ژر جدي عکس العمل څرګندوي.

د بېلګې په توګه که چېرې د يوې واده شوې جوړې کره اولاد نه کېږي او د ښځې په وجود کې هېڅ ډول ستونزه نه وي، یعني د اومېندوارۍ لپاره هېڅ ستونزه ونه لري او ډاکټر يا د کورنۍ غړي د نارينه په جنسي وړتياوو شک وکړي او يا په دې هکله بحث وکړي، نارينه هېڅکله دا ډول بحث نه خوښوي او کېدای شي چې دا ډول بحثونه د هغه د کرکې لامل شي. نو هڅه وکړئ چې په داسې شرایطو کې له هغه سره په يوازېتوب سره وغږېږئ او د طبي دلایلو پر مټ قناعت ورکړئ.

دویم: کورنۍ

دا سمه ده چې د يوه نارينه ښځه هم د هغه د کور غړې وي او حق لري چې د ګډ ژوند او د خپل خاوند د کورنۍ په اړه نظر ورکړي، خو يوه ښځه باید دې ته پام وکړي، وړاندې تر دې چې دا د خپل خاوند مېرمنه شي، خاوند یې له ځان نه یوه بله کورنۍ (مور، پلار، خویندې او وروڼه) درلودل او لري، چې هغه ته ډېر ارزښت لري. نو ښه خبره به وي چې يوه ښځه هېڅکله د خپل خاوند د کورنۍ په اړه قضاوت ونه کړي او هغوی ته مخامخ او د هغوی په نه شتون کې احترام ولري.

د بېلګې په توګه کېدای شي د يوې ښځې خپله خواښې خوښه نه شي، نو هغه ښځه اړ نه ده چې هر وخت د خپل خاوند د مور په اړه له نورو او يا خپل مېړه سره بحث وکړي، ځکه چې د ښځې دا کار د مېړه د شخصيت د کچې د راښکته کېدو لامل کېږي.

یو انسان هېڅکله نه شي کولای چې خپله کورنۍ بدله کړي او د نورو په خوښه ځانته مور، پلار، خويندې، وروڼه او نور نږدې کسان وټاکي، نو یوه ښځه باید د خپل خاوند پر وړاندې د هغه د کورنۍ ستاینه او احترام وکړي ځکه چې خاوند یې هېڅکله د خپلی کورنۍ په اړه قضاوت نه شي منلی او که په ګډ ژوند کې دا ډول ستونزه رامنځته شي کېدای شي د کورنيو شخړو لامل شي.

د دې ترڅنګ چې نارينه نه غواړي مېرمن یې د هغه د کورنۍ په اړه بحث وکړي، هغه نه غواړي چې د شاوخوا نور نږدې کسان یې هم د هغه د کورنۍ او يا میرمنې په اړه قضاوت وکړي.

درېیم: تنخواه

نارينه په مالي موضوعاتو کې ډېر حساس وي او په ټوله نړۍ کې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره د کورنۍ مشر يا هماغه ټاکل شوی نارينه کار کوي.

دا سمه ده چې په يوې کورنۍ کې د کورنۍ نور غړي هم کار کوي او د کور په مالي چارو کې مرسته کوي خو د کورنۍ د لګښتونو ډېر بوج پر یوه تن وي. نو له نارينه وو سره په مالي موضوعاتو بحث کول د هغوی د کرکې لامل کېږي، ځکه هغوی نه غواړي د خپل عاید په اړه چا ته څه ووايي.

د دې ترڅنګ نارينه غواړي خپلې کورنۍ او ټولنې ته دا ثابت کړي چې هغه ډېر پياوړی دی او کولای شي په اسانۍ سره ډېرې پيسې وګټي، که چېرې د نارينه عاید هر څومره ډېر وي بیا هم ورته لږ ښکاري له همدې امله هغه نه غواړي چې د خپلې تنخواه په اړه نورو ته معلومات ورکړي او يا نور د هغه تنخواه په اړه وغږېږي.

زموږ په ټولنه کې يوه مشهوره اصطلاح ده چې وايي له ښځینه نه د عمر پوښتنه مه کوه او د نارينه نه د هغه د تنخواه. نو هڅه وکړئ چې له نارينه وو سره د هغه د عاید او تنخواه په اړه بحث ونه کړئ خو که چېرې مالي ستونزه لرئ؛ له هغه نه مرسته وغواړئ هغوی به ارومرو ستاسو مالي ستونزه حل کړي، خو هغه د خپلې تنخواه او عاید په اړه حساب ورکولو ته مه مجبوروئ ځکه چې دا کار د هغه د کرکې لامل کېږي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ