Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

۲ غوره تيزتوپ اچوونکي IPL کې د یوې لوبډلې ملاتړي شول .

ليکنه: سمیع الله درانی

جسپرېت بومرا او ټرېنټ بولټ چې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي او دوهم مقام کې دي، اوس آې پي ایل کې له ممبيي انډیئنز لوبډلې سره یو ځای شول.

جسپرېت بومرا په یو ټویټ کې ټرېنټ بولټ ته ښه راغلاست ویلی دی او بولټ هم ویلي چې له تا سره په لوبېدو خوښمن یم.

د هندوستان د سوداګریز کرکټ لیګ آې پي ایل راتلونکي پړاو ۲۰۲۰ م کال لپاره د نومبر په ۱۴ مه هغه لوبغاړي تبادله شول، چې دې پروسې ته یې ټرېډېنګ وایي.

کله چې د لومړي ځل لپاره یو لوبغاړی کومې لوبډلې اخېستی وي، که نورو وروستیو پړاوونوکې همدا لوبغاړی بلې لوبډلې سره لوبېدلی وي او بېرته یې لومړۍ اخېستونکې لوبډله د اخېستلو تقاضا وکړي کولای شي، چې د ټرېډېنګ له لارې یې بېرته تر لاسه کړي.

سر له اوسه ځېنې لوبډلې لګیا دي او خپلې لوبډلې قوي کوي، چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه یې د لوبغاړو د تبادلو او ټرېډېنګ پروسه پیل شوه.

ممبيي لوبډله چې څلور ځلې آې پي ایل کې اتله شوې ده، د خپل بالېنګ حملې یا ټېک لپاره د یوې بلې ښې جوړې په لټه کې وه، چې له بومرا سره یې د ملېنګا ترڅنګ ټرېنټ بولټ هم واخېست.

بولټ په ۲۰۱۴ م کال کې د آې پي ایل پیل وکړ، هغه مهال له ممبيي لوبډلې سره لوبېدلی و؛ خو ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کلونو کې بیا له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره ولوبېد، ده د آې پي ایل په ۳۳ لوبو کې ۳۸ وېکټې اخېستي دي.

له بولټ سره ممبيي لوبډلې مشرانو ویسټ انډیزی الراونډر شېرفېن رتر فورډ هم له ډیلي لوبډلې اخېستی او خپله لوبډله کې یې شامل کړی دی.

بولټ د ممبيي او ډیلي سربېره په آې پي ایل سیالیو کې له حېدراباد او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو کې هم لوبېدلی دی.

له ممبيي لوبډلې سره بومرا، ملېنګا، اسټرالیایي جېسن بېهرېنډورف، مېچل مک کلېنېګن او ټرېنټ بولټ چټک بالران شول.

د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لپاره به د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د هندوستان په کلکته ښارکې بولي ترسره شي.

تاسې څه فکر کوئ، چې سږ کال به افغان لوبغاړي په دې بولي کې واخېستل شي او کنه؟ ستاسو په اند کوم افغان لوبغاړي به ۳۴ ورځې وروسته د آې پي ایل په بولي کې واخېستل شي؟

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی