سپورټ فوټبال نړۍ

۱۵ کله مخکي په همدې ورځ میسي بارسلونا ته لومړی ګول وواهه ـ ویډیو

د راپورونو له مخي د آرجنټاین فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه او نوموتي فوټبالر لیونل میسي ۱۵ کاله مخکي په همدې ورځ بارسلونا کلب ته لومړۍ ګولوهنه ترسره کړه.

راپور کاږي، چي دې وخت کي میسي د ۱۷ کلنو لسو میاشتو او اوو ورځو عمر درلود.

میسي بارسلونا کي خپله لومړۍ ګولوهنه د آلباسته لوبډلي په وړاندي د بل نوموتي فوټبالر رونالډینیو په پاس سره ترسره کړه.

هغې لوبه کي میسي د لوبي د پیل څخه نه وو؛ بلکي د لوبي د پای شېبو کي د بل لوبغاړي پر ځای د لوبي ډګر ته کښته شو او لومړی ګول یې د لوبي په ۸۸یمه دقیقه کي وواهه.

 

د نړې دې نوموتي لوبغاړي له هغه وروسته د اسپانوي کلب بارسلونا لپاره ۷۲۷ نوري ګولوهني ترسره کړي دي، چي دا ګولوهني یې نوري هم دوام لري.

هغه ۴۳۸ ګولونه په لالیګا، ۱۱۴ ګولونه په چمپېنزلیګ، ۵۳ ګولونه په حذفي جام، ۱۴ ګولونه د اسپانیا په سوپر کپ، ۳ ګولونه د اروپا په سوپر کپ او ۵ ګولونه یې بیا د کلبونو په نړیوال جام کي ترسره کړي.

کله چي میسي ۱۵ کله مخکي په همدې ورځ بارسلونا ته خپله لومړۍ ګولوهنه ترسره کړه، نو ټولو مینوالو ته یې وښودله، چي هغه ښه راتلونکی لري او د نړۍ د یوه قوي فوټبالر په توګه بدلېداشي، چي همداسي هم شول.

میسي تر دې دمه خورا ښه وځلېد، چي په شخصي ډول یې ۶ د سرو زرو توپونه او ۶ یې بیا د سرو زرو د بوټونو جایزې ترلاسه کړي دي.

په دومره شمېر سره دا جایزې تراوسه هیڅ د فوټبال لوبغاړي ندي ترلاسه کړي، خو میسي توانېدلی، چي دا ویاړ خپل کړي.

د دې ترڅنګ میسي نوري په لسګونه فردي جایزې هم ترلاسه کړي دي.

لیونل میسي د لوبډلي سره یو ځای ۴ ځلي د چمپېنزلیګ اتلولي، ۳ ځلي د نړیوالو کلبونو اتلولي، ۳ ځلي د اروپا سوپر کپ اتلولي، ۶ ځلي د حذفي جام اتلولي او ۸ ځلي یې بیا د اسپانیا سوپرکپ اتلولي خپله کړې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ