
ليکنه: مدثر دعوت
د عربي اماراتو ۱۰ اووريز ليګ تيره شپه پيل سو.
لومړۍ لوبه د مراټيا عربينز او نارترن واريوس ترمنځ وه.
نارترن واريوس ټاس وګټی او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
د مراټا عربينز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۸۹ منډي هدف وټاکی.
شانکا ۳۷، والټن ۲۴ او فولر ۱۳ منډي وکړې.
د نارترن لوبډلي لپاره انډري رسل او ووډ دوې دوې همدارنګه ايمرت او پراديپ يوه يوه ويکټه واخيستله.
د ۸۹ منډو هدف لپاره که څه هم نارترن لوبډلي بيلينګز په يوه منډه له لاسه ورکړ خو رسل لوبه په غاړه واخيسته.
رسل په طوفاني لوبه سره په ۲۴ توپونو ۵۸ ناسوځيدلي منډي وکړې، همدارنګه ترڅنګ يې منسي په ۱۶ توپونو ۲۴ ناسوځيدلي منډي وکړې.
د مراټا عربينز لپاره يوازې ډواين براوو يوه ويکټه واخيسته.
په ۷ اوورونو کي نارترن لوبډلي هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې په ۹ ويکټو وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه انډري رسل ته ورکول سوه.