افغانستان ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

تر ټولو شانداره کلیزه؛ افغانان خپلواکي څنګه او په کوم نیت نمانځي، پيغامونه څه دي؟

لیکنه: صادق طارق

د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو نن پوره سل کاله پوره شول.

دا ورځ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د زرګونه کسانو، په خاص ډول د ځوانانو په تودو ولولو نمانځل کیږي.

د دغې نمانځنې لپاره تر پخوا ولسي لېوالتیا زیاته شوې، خو د دې لېوالتیا لوی دلیل او انګېزه د حکومت او ولسمشر غني پراخه پاملرنه ګڼل کیږي.

دا نمانځنه او مخکینۍ څه توپیرونه سره لري؟

موخې او پيغامونه یې څه دي او څه پایلې به ولري؟

په دې مطلب کې همدې مسئلو ته ځغلند نظر اچوو.

ولې پرجوشه کلیزه؟

د خپلواکۍ سږنۍ کلیزه لکه چې وویل شول، سږ کال سلمه ده.

د دې کلیزې د پراخې نمانځنې یو لوی دلیل لکه چې وویل شول، د دغې کلیزې د یوې پېړۍ پوره کیدل دي.

ورته نمانځنې په نوره نړۍ کې هم د پېړۍ له پوره کیدو سره تر نورو کلیزو په متفاوت ډول نمانځل کیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني له څو کلونو مخکې اعلان کړی و، چې سلمه کلیزه به په پراخو او شاندارو مراسمو ونمانځي.

د دې کار لپاره غني د میلیونونه افغانیو د ځانګړي کیدو حکم هم کړی، چې په ډالرو دا پیسې نیږدې ۳ میلیونه کیږي.

د غني  پلویانو دا کار ستایلی، خو منتقدینو یې دا کار هم د ځان په ګټه د هغه د ټاکنیز کمپاین هڅه ګڼلې ده.

غني په دې اړه څو شپې مخکې د ملي تلویزون په یوه مناظره کې یوه ګډونوال وهم پوښته، خو هغه یې په ځواب کې وویل: خپلواکي زما یا د امان الله خان نه ده، دا د ملت جشن دی، ملت حق لري چې له ۴۰ کلنو ویرونو وروسته د یوې ملي خوشالۍ او ویاړ په مناسبت وخاندي او خوشاله وي.

متفاوته نمانځنه

د خپلواکۍ سږنۍ نمانځنه لکه چې وویل شول، تر بل هرځل ډېره شانداره او ځلیدلې ده.

دا نمانځنه په لویو ښارونو او خاص ډول ننګرهار کې، چې د خپلواکۍ ګټونکي پاچا( غازي امان الله خان، د هغه د پلار او کورنۍ غړو) مقبرې پکې دي، تر هر ځای زیاته پرجوشه ده.

د ننګرهار او ګڼو نورو ښارونو ګڼې برخې، مارکیټونه، دوکانونه او څلورلاري په رنګه ګروپونو، ملي بیرغونو، د غازي امان الله خان او ولسمشر غني په عکسونو او نورو خاصو پيغامونو پوښلي دي.

د ولسمشر غني منتقدین د غازي امان الله خان له عکسونو سره د هغه د عکسونو یو ځای کول ښه نه ګڼي، خو پلویان یې هم په دې دلیل چې غني د هېواد ولسمشر دی او هم په دې دلیل، چې د غازي امان الله خان د ناتمام فصل د تمامیدو وارث ځان ګڼي، د غني او امان الله خان د عکسونو یو ځای والی توجیه کوي.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سیمینارونه، د کتابونو چاپ، د مډالونو ورکړه، د امان الله خان د دورې د ویجاړو شویو ماڼیو رغول او بیا پرانیستل، په همدې مناسبت د ځینو نورو رغنیزو پروژو پرانیسته، د خوښۍ ـ موسیقۍ او مشاعرو محفلونه او نور پروګرامونه په پام کې نیول شوي.

د حکومت ترڅنګ مختلف مدني بنسټونه، ولسي شوراګانې، فرهنګي او ادبي جریانونه او په انفرادي ډول د ولس یوه زیاته برخه په شپو او ورځو عامه ځایونو ته ځي او هلته د اتڼونو په کولو د خپلواکۍ کلیزه نمانځي.

اندیښنې او کمرنګۍ

له دې سره د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې هم د هېرولو نه دي.

دغه اندیښنې، په کابل کې پر یوه هوټل وروستی ترهګریز برید، د سولې روانې هڅې او د ټاکنو په اړه شکونه او ناندرۍ هغه څه دي، چې په یو نه یو ډول یې د خپلواکۍ د سږنۍ کلیزې فضا کمرنګه کړې ده.

خو له دې سره پر خواله رسنیو خپریدونکي تصویرونه ښيي، چې ان په ځینو ډېرو نا امنه سیمو کې هم خلک له ملي بیرغونو او د غازي امان الله خان او اشرف غني له عکسونو سره د خپلواکۍ کلیزه په شوق او ذوق نمانځي.

په دغو نمانځنو کې د حکومت د سیاسي مخالفینو ونډه ډېره کمرنګه او ان په نشت حساب ده.

دوی خو ځینو د کابل د وروستۍ پېښې له کبله د ملي ماتم د اعلان غوښتنه کړې.

حکومت هم دغو غوښتنو او فشارونو ته په کتو هغه مراسم په رسمي ډول ځنډولي، چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په اړه یې پلان کړي وو.

خو ولس د دغه اعلان باوجود په مختلفو سیمو کې میدان ته شوی، ځوانان یې د شپې تر ناوختو ښارونو ته وځي او د ملي سندرو په بدرګه اټنونه او خوشالۍ کوي.

پیغامونه او پایلې به څه وي؟

د خپلواکۍ د کلیزې وروستیو نمانځنو د ځینو شنونکو په اند په افغانانو، په خاص ډول ځوان نسل کې تر اوږدو جلا وطنیو، دربه دریو او بدو ورځو د وطن د مالکیت حس پياوړی کړی او له تاریخ او خپل هویت سره یې رشته ور قوي کړې ده.

پخوا به د افغانستان یوه لویه برخه خلکو ایران او پاکستان ته د مهاجرت له کبله چا د پاکستان د خپلواکۍ کلیزه په شوق نمانځله او چا به د ایران د مذهبي انقلاب کلیزې ته خوشالي کوله.

د خپلواکۍ د کلیزې وروستیو نمانځنو په افغانستان کې هم له خپلواکۍ، هم له خپل ملي هویت، ملي تاریخ، ملي شخصیتونو، اتلانو او په ټوله کې له ملي فکر سره د ځوان نسل او ټول ملت لېوالتیا او رابطه زیاته کړې، چې دا پرخپل ځای لویې او د پام وړ لاسته راوړنې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق