۱۰مه برخه؛ « یو څوک باید ولرې»

 يو څوک باید ولرې؛
چې باور پرې وکړای شئ، کله چې مو پښې سُستې شي، لاس درکړي. کله چې وپرځېږﺉ بېرته مو راپورته کړي. کله چې حوصله وبایلې، روحیه مو شي. هره خوښۍ کې مو تر څنګ وي، درسره ویې نمانځي او درد ته مو یوازې پرېنږدي. که خدای مه کړه، داسې څوک مو ونه موند، نو هڅه وکړئ چې تاسې د چا لپاره یو داسې څوک شئ! ښایي تاسې د چا په قسمت کې د هغه/هغې د ژوند د ژغورلو او نېکمرغۍ پرښته لیکل شوې اوسئ.
یو څوک باید ولرې؛
چې د نېمې شپې یې له خوبه بیدار کړې او ورته ووایې؛ پاڅه زما سره خبرې وکړه، زړه مې تیاره دی، زړه مې تنګ دی.
داسې څوک، چې شپه کې درته ورځ جوړه او ورځ کې درته د شپې ارامي درکړي، داسې څوک چې ورسره له خبرو کولو  پرته خوب درنشي…
یو څوک باید ولرې؛
چې په ساعتونو ساعتونو خبرې ورسره وکړي او وروسته له خبرو دې بیا دې ته فکر خراب وي، چې دا خبره مې ونه کړه.. دا پاتې شوه او هغه خبره مې ولې ونه کړه… لا هم د بلها خبرو د مجلس کولو د نېمګړې پاتې کېدو احساس کوي.
یو څوک باید ولرې؛
چې وروسته چې ژورې مینې ورڅخه جلا شې او کله کله دومره ورپسې خفه شې، چې فېسبوک اکونټ ته یې پټ /پټه ورداخل شې تر سهاره یې انځورونه، پوسټونه، کمنټونه وڅارې او ځان او خپله مینه پکې ولټوې، چې ایا ته یې پکې یاد/ه کړې یې او که نه ؟! تاته یې څه مخاطب لیکلي او که نه!؟ اوس هم لکه ته چې پسې خفه کېږي او دریادېږي تاپسې هم کله خفه شوی/ې او که نه هر څه فیک وو…؟!
یو څوک خو باید ولرې؛
چې فرېنډ درسره نه وي، په پټه لکه غل دې اکونټ چک کولو ته راشي او په تېروتنه کې یو څه ځنې لایک او ته پرې لکه د کور څېښتن بیدار شې…
یو څوک باید ولرې؛
چې له امارته جمهوریت ته فرار درکړي.
داسې یوه جونګړه در جوړه کړي، چې یو دهلېز یوه اشپزخانه ولري، د دهلېز کړکړۍ لور ته یو بالکون ولري، چې ګرد چاپېره یې وړې وړې ستا د خوښې په ګلدانیو ښکلې شوې هر سهار اوبه کړې. نسبت وړه چمن لرونکي حویلۍ ولري، دوه ونو تر منځ یوه زانګو، چمن کې یو میز او څلور کړبوني چوکۍ پرتي وي.
یوه د خوب کوټه، پکې دننه یوه وړه کتابخانه، د کتابخانې په دېوالونو « د ولسمشر”غني ” او ځینې تاریخې څهرو لوی او واړه انځورونه ځړېدلي او کتابخانې د څراغونو رڼا خرمایي ښکلا ورکړي وي، د مطالعې په مېز ښېښه کې کلاسېکه شمع بله، درې رنګه بیرغ او تر څنګه یې ستا موبایل چې پوخ یې هم د ولسمشر غني انځور چې بګراونډ یې ملي درې رنګه بیرغ وي ایښئ وي.  وړه دنیا دې لکه لوی جمهوریت احساس درکړي،چې د تور او سپین رنګ له سیوري ځان خوندي پکې احساس کړي..
یو څوک خو باید ولرې؛
چې په غمونو کې درسره زړه، خوښۍ کې درسره خوبونه، غریبۍ کې درسره جېب نېم، سوړ ژمې کې درسره آیسکریم ، جلال اباد ګرمۍ کې درسره ترخې و ګرمې سمبوسې او په امارتي نظام کې درسره واښه وخوري
جیں… افغانستان