افغانستان سپورټ کرکټ نړۍ

یو کال مخکي په همدې ورځ!

یو کال مخکي په همدې ورځ د ۱۰ هیوادونو د کرکیټ ملي لوبډلو لوبډلمشرانو په انګلستان کي د انګلستان د ملکې الزابیت سره ولیدله.

دا لیدنه په بکهنګم ماڼۍ کي ترسره شوې وه.

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ د مې میاشتي له ۳۰مي بیا د جولای میاشتي تر ۱۴مي نېټې پوري د انګلستان په کوربتوب ترسره شوې.

د یاد جام تر پیل یوه ورځ مخکي د افغانستان، نیوزیلینډ، سریلانکا، بنګله دېش، سویلي افریقا، پاکستان، نیوزیلینډ، آسټرالیا، انګلستان او هندوستان کرکیټ ملي لوبډلو د لوبډلمشرانو سره د برټانیې ملکې الزابیت ولیدله.

د ۲۰۱۹ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کوربه انګلستان وګاټه.

د دې هیواد سره پایلوبي ته نیوزیلینډۍ لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي انګلستان لوبډلي نیوزیلینډ هیواد ته ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په یاد نړیوال جام کي افغان کرکیټ ملي لوبډله خورا له بد برخلیک سره مخ شوه.

افغانستان خپلي ۹ واړه درلودونکي لوبي وبایللې.

د نړیوال جام تر سیالیو مخکي، مینځکي او راوروسته په افغان لوبډله کي د لوبډلمشرۍ پر سر ناندرۍ راپورته شوې.

تر جام مخکي افغان کرکیټ بورډ ګلبدین نایب د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه، چي ورسره د نورو لوبغاړو ترڅنګ راشدخان او محمدنبي عیسی خېل غبرګون وښود.

وروسته بورډ ګلبدین نایب لیري کړ او راشدخان آرمان یې د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه، خو څو میاشتي مخکي یو ځلي بیا بورډ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د درو واړه فارمټونو کفتان وټاکه.

تر اوسه پوري افغان کرکیټ مینوال او د کرکیټ شنونکي د کرکیټ پر رهبریت، لوبډلي او لوبغاړو باندي نیوکي کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ