یو بلجمي سایکل چلولو لوبغاړی هدف ته له رسیدو وړاندې ناڅاپه مړ شو

د سایکل چلولو د مسابقي پر مهال پر یوه لوبغاړي د زړه حمله راغلې چې له امله یې دغه لوبغاړي مړ شوی.
د رپوټونو له مخې بلجیم کې د یو ځوان سایکل چلوونکی هغه وخت ومړ چې د سایکل چلولو پر مهال پرې د زړه حمله راغله خو روغتون ته رسیدو سره سم یې روح له جسد سره خدای پاماني وکړه .
دغه ځوان لاټس نومیږي او بلجیم څخه فرانسي هېواد ته د سایکل چلولو په مسابقه کې برخه اخیستو په موخه تللی وه. خو ناځوانه مرګي ترې سیالۍ په نېمه کې پاتې کړه او ومړ.
د بلجیم د سایکل چلولو د اداري په ټولنیزه مېډیا کې دا منلي چې یو ځوان په نه باوریدونکي ډول مړ شوی او د سایکل چلولو پر مهال پرې زړه دریدلی.
د سایکل چلولو د نظم ادارې ویلی چې ۲۳ کلن ګولاټس په فرانسه کې مشهوره سایکل چلولو سیالیو کې ګډون کړی و، چې د سایکل چلولو پر مهال مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي وغورځيده.
خبر زیاتوي چې نوموړي د ختمیدو له ځای څخه ۱۵۰ کیلو مټره لرې و، چې بې هوشه شو او سمدستي د هلیکوپټر په واسطه د فرانسي یوه روغتون ولیږدول شو، خو د علاج لپاره یې له ډاکټرانو سره ډېر وخت پاتې نه و.
ډاکټرانو یې د مړیني لامل د زړه حمله یاده کړې.