فبروري 24, 2021

یو بد [تداوم]

د دیواله بیخ ته پیاز پراته وو. لکه د خوړ کاڼي چې سیلاب یوې ډډې ته کړي وي. لکه دا پیاز چې خپله شنه شوي وي. لکه په کر او پاللو چې یې د هیچا لاسونه، نه وي تڼاکې شوي. له بزګره مې وپوښتل؛ د هغه ملا چې له پټي څخه د پیازو انتقال شخه کړې وه، ورو یې نیغه کړه او بیا یې ویل: څه پرې وکړو، من پنځوس کلدارې هم څوک نه اخلي. همدلته پراته دي، اخر به وراسته شي.
یوه شیبه مې د هغه سپیره مخ او خولې بدن ته وکتل. د بزګر د لاسونو په تڼاکو کې مې یو تیر تصویر ولیده او ذهن مې شاوخوا دوه لسیزې شاته لاړ:
د امارت دور و. د ځینو په ادعا عمري عدالت قایم و؛ خو په دې عدالت کې یوازې نظامي مرکزونو کې په مړه ګیډه ډوډۍ خوړل کیده. یوازې هغه مامورین او کورنۍ یې په نس ماړه وو چې د امارت نږدې غړي وو او د معاشونو تر څنګ یې د اعاشې په نوم هم د واسکټ جیبونه له پیسو ډکیدل.هو به هو لکه د دې وخت ( سوپر سکیلز) والا.
د کابل د قوه مرکز او دهن باغ څلور لاري تر منځ د پیازو او کچالو منډيي وه. خلک له لارۍ راتاو او دسمالونه یې پوزو ته نیولي وو. لکه لارۍ کې چې د لاوارثه کسانو جسدونه بار وي. ورغلم، لارۍ له پیازو ډکه وه، موټروان خپلې لارۍ ته فکر وړی و؛خو د پیازو څښتن نادرکه و.
نرخونه رالویدلي وو. یوې لارۍ پیازو له لغمانه تر کابله د کرایې پیسې نشوې پوره کولای. بزګر د موټروان د کرایې له ویرې خپل پیداوار په لارۍ کې پرې ایښي وو او پښې یې سپکې کړې وې.
دا نو هغه وخت و چې د وخت نظام یوازې عربو او پاکستان په رسمیت پیژنده. له کابل حکومت سره په ملکي برخه کې ستره مرسته داشي شنه خټه ډوډۍ وې چې خوړل یې له یوناني ترخو درملو کم نه وو؛ خو هغه هم هر چاته نه رسیدې.
عربانو او پاکستانیانو یوازې د وسلو او مهماتو مرستې کولې. داسې مهمات یې ورکول چې په بامیانو کې یې زموږ د وطن ستر تاریخي میراث په څو شیبو کې ټوټه ټوټه کړ او د پاکستان د موزیمونو په تاخچو کې په قدر ایښودل شوې مجسمې ور ته حیرانې شوې.
په هر صورت، اوس چې نږدې نیمايي نړۍ دلته ده. اوس چې له هرې خوا ډالر راروان دي، اوس چې د ځینو چارواکیو په سینګار او تفریح زرګونه ډالر لګول کیږي او… خو زموږ حاصلات هماغه شان بې قدره دي. زموږ پیاز د د دهقان د کور مخ ته ورستیږي او دهقانان په خپلو حاصلاتو د ملا درد لپاره ګولۍ هم نشي اخیستلای.
په تیرو شاوخوا اتلسو کلونو کې داسې څه ونشول چې زموږ د بزګرانو حاصلات له ورستیدو وژغوري. په دې موده کې د مفسد او ناسم مدیریت له کبله یوازې اشخاص وپړسیدل او دومره وپړسیدل چې پرته له چاودلو ترې بویونه لټیږي.
حکومت ته بویه چې د ستړو بزګرانو له تڼاکو لاسونو وشرمیږي، په ټول وس د دوی د ژوند د بهبود یا لږ تر لږه د پیداوارو د ساتنې او یا په مناسب قیمت د پلورنې لپاره ور ته بازارونه پیدا کړي.
د چنګا ښ ۴مه، ۱۳۹۷
محمد نعمان دوست