یوه ښځه په هدیره کې د انسان د هډوکو (اسکلیټ) سره نڅا کوي

ایا تاسو کله هم کومه ښځه په هدیره کې د کالبوتونو سره په لوبو او یا نڅا لیدلې؟

که مو نه وي لیدلي اوس یې وګورئ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې یوه ښځه د انګلینډ په زاړه هیل قبرستان کې د راهبې کالي په تن د انسان د کالبوتونو سره په لوبو او نڅا کولو لیدل شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې مېرمنې وحشتناک او حیرانوونکي انځورونه د دې میاشتې په لومړۍ نېټه د یوه لاره وې لخوا چې له هدیرې بهر تېرېده اخیستل شوې، وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې.

په خپرو شویو انځورونو کې ښځه لیدل کېږي چې نخودي رنګه جامې او سکارف یې اغوستی، په بل انځور کې بیا ښځه په سپي ته ورته جوړښت لوبې کوي چې د سپي په څیر په څلورې ښکاري.

ښاریان چې د دې وحشتناکې صحنې شاهدان وو ویلي؛ چې ښځه د څو دقیقو لپاره د کالبوتو (اسکلېټونو) سره نڅېده، که څه هم د خلکو شتون د نوموړې میرمنې د دې عمل کولو خلل نشو.

 

هغه خلکو چې دا صحنې په خپلو سترګو لیدلي د بریتانیا ” ډېلي مېل” ورځپاڼې ته ویلي، چې ښځه د دې مودې په جریان کې،چې له کالبوتونو سره نڅېده ډېره خوشحاله برېښېده.

د خبرو په جریان کې، ځینې خلکو د مېرمنې دا عمل د خلکو د پاملرنې یا توجه راجلبولو په توګه بللی، خو ځینو نورو بیا دا د هنر پروژې یوه برخه ګڼلي.

که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې د دې ښځې د کالبوتونو (اسکلېټونو) سره د لوبو او نڅا کولو اصلي کیسه څه ده.