یوه هراتۍ نجلۍ ځکه افغانستان پریږدي، چي سپی ئې ووژل شو!

د هرات ولایت یوه ورزشکاره نجلۍ له هغه وروسته د تل لپاره د افغانستان د پرېښودو په اړه خبر ورکوي، چي د یو شمېر وسله لرونکو کسانو له لوري ئې سپی ووژل شو.
د صهبا بارګزۍ په نوم دا ورزشي نجلۍ له ۳۰۰ زیاتي هراتیو نجونو ته په کراټې او بایسکل ځغلونه کي زده کړي ورکوي او له هغه وروسته د تل لپاره د هیواد پرېښېودو په اړه پرېکړه کوي، چي سپی ئې د وسله لرونکو کسانو له لوري ووژل شو.
بارګزۍ وايي هغه وخت چي دا له خپلي کورنۍ سره د هرات یوې تفریحي سیمي ته تللې وه، د یو شمېر وسله لرونکو لخوا ئې سپی په ډزو ووژل شو او کورنۍ ئې تهدید کړه، چي دا باید سپی ونلري.

هغې چي د افغانستان د پرېښېدو پرېکړه کړې ویلي په هرات کي هیڅ نجلۍ امنیت نلري او ورځ په ورځ د بیلا بیلو خلګو له لوري ښځو ته مزاحمت جوړیږي.
صهبا بارګزۍ ویلي هغه وخت چي موږ په خپل هیواد کي امنیت ونلرو او له خپلو خلګو هم دا توقع ونلرو، نو دلته اوسېدل بې ګټي دي. زه نور نه غواړم دلته فعالیت وکړم. زه خپل ټول شیان او هغه پیسي چي دلته مي په بیلابیلو ځایونو مصرف کړي له ځان سره له هیواده بهر وړم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب