یونس خان د پاکستانۍ کرکټ لوبدلې له روزنې لېرې شو

 

یونس خان چې د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار مردان سیمې اوسېدونکی دی، د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د توپوهنې روزونکی و.

نوموړی په ۲۰۲۰ کې د لوبډلې روزونکی شو او تر ۲۰۲۲ پورې یې قرارداد کړی و؛ خو اوس د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې هغه یې له روزنې لېرې کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې یونس خان د ۲۰۲۰ په نومبر کې قرارداد کړی و او ویل کېدل، چې د ۲۰۲۲ شل اوریزجام وروسته به یې کانټرکټ پای ته رسېږي.

د ده په روزونه کې په لومړي ځل پاکستان په نیوزیلېنډ کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې وبایلله او هم یې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې نیوزیلېنډ ته وبایلله.

خو د ده د روزنې په وخت کې پاکستان له افریقا څخه په افریقا کې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لړۍ وګټلې.

اوس د یونس خان د لېرې کېدلو علت نه دی جوت شوی، خو د پاکستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر وسیم خان ویلي چې دا پرېکړه وروسته له ډېرو مشورو شوې ده.

هغه ویلي دي چې دا د خواشینۍ خبر دی، چې د یونس خان له تجربو او مهارت څخه لوبډله بې برخې شوه.

وسیم خان زیاته کړې ده چې له یونس خان څخه هیله کېږي، چې له ځوانو یا ایمرجېنګ لوبغاړو سره خپلې د توپوهنې تجربې شریکې کړي.

دا چې یونس له روزنې لاس پر سرشوی دی یا لېرې شوی دی؛ نو د پاکستان لوبډله نه غواړي چې د توپوهنې له روزونکي پرته انګلستان ته سفر وکړي.

که چېري د توپوهنې کوچ نه وي، نو مشر روزونکی مصباح الحق مجبور دی، چې توپوهنې د روزنکي رول هم ولوبوي او دوه مسوولیتونه ادا کړي.

د پي‌اېس‌اېل لوبې د جون په ۲۴ مه پای مومي او له دې وروسته د جون په ۲۵ مه پاکستانۍ لوبډله برېتانیا ته ځي، هلته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

لوبې د جولای له ۸ مې تر ۲۰ مې دوام کوي.

پاکستاني لوبغاړي به لس ورځې قرنطین هم تېروي او یو څه تمرینات به هم کوي، ترڅو له کنډېشن سره ځانونه بلد کړي.

له دې وروسته د پاکستان لوبډله ویسټ انډیز ته ځي، هلته به د جولای له ۲۷ مې د اګسټ تر ۲۴ مې پنځه یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

 

یونس خان پېژندنه

یونس خان په ۱۹۷۷ کال کې د نومبر په ۲۹ مه د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې زېږېدلی دی، اوس ۴۳ کاله عمر لري.

په ۲۰۰۰ م کال کې یې د پاکستان لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې، په همدې کال کې یې یو ورځنۍ لوبې هم پیل کړي او په ۲۰۰۶ کې یې شل اوریزو لوبو ته هم اوږه ورکړه.

دی د پاکستان په لوبډله کې د حوصلې خاوند لوبغاړی و او د کرکټ په نړۍ کې په سمایلي یا تبسمي لوبغاړي مشهور و.

په ۲۰۰۹ کې د پاکستان لوبډلمشر و او شل اوریز نړیوال جام یې د پاکستان لپاره وګاټه.