یونسیف: افغانستان کې د مرستو لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

یونسیف له ملاتړو هېوادونو په افغانستان کې د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر غوښتي دي.

د یونسیف ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او دوی اړ دي چې د صحي نظام د ساتلو او افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

دغه ادارې ویلي چې دوی د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او له مرستندویه هېوادونو یې د دې پیسو د تامین غوښتنه کړې ده.

سرچینه وایي چې روان کال ښايي نیمايي هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټيټ دي له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي او همدا راز که پر وخت مرستې و نه شي او د ښوونکو معاشونه اجرا نه شي نو ددې خطر شته چې لس میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شي.

یونسیف ادارې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او د مرستندویه بنسټونو اړتیاوې پوره کړي.

About عاقله اسد 1171 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله