فبروري 28, 2021

د يوه جاپاني تمرين په مرسته مو خپله ګېډه په دې طریقه ژر اوبه کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس
يوه جاپاني هنرمند ميکي ريوسوک په وروستيو کې داسې يو جالبه کړنلاره کشف کړې ده چې د هغه په مرسته کولی شئ چې د څو اونيو په ترڅ کې ۱۳ کيلوګرامه او ۱۲ سانتي متره وزن مو د ګېډې د شاوخوا څخه کم کړئ.
دا تمرين نوموړي ته د ډاکتر له لوري د هغه د ملا درد د تسکينولو په موخه وړانديز شوی و چې په ورځ کې به يې دوه دقيقې وخت نيوه.
مونږ تاسو ته د دې تمرين د عملي کولو وړانديز کوو، يو ځلې يې وازمايئ؛ پرته له شکه چې پايله به يې تاسو ته ګټوره وي.

ريوسوک دې تمرين ته ( د تنفس رژیم ) نوم ورکړی دی. ډېری اروپايي ډاکترانو دا کړنلاره منلې او د وزن د کمولو لپاره يې ګټوره بللې ده او د دې تمرين اغېزې يې په لاندې توګه بيان کړي دي:
چاغوالی د اکسيجن، کاربن او هايدروجن درلودونکې ده. کله چې د تنفس کولو په مرسته اکسيجن بدن ته دننه شي، نو چربو حجرو ته ورسېږي او هغه په دوه برخو کاربن او اوبو اړوي. په همدې اساس هرڅومره چې بدن ډېر اکسيجن مصرف کړي، نو ډېره چربو سوزوي او له منځه يې وړي.
دا ورزش هره ورځ د ۲ څخه نيولې تر ۱۰ دقيقو پورې ترسره کړئ.

 ودرېږئ او يوه پښه مو له بلې پښې څخه وړاندې يا مخکې کېږدئ.
 د خپلو کوناټيو عضلې مو سستې ونيسئ او ټول وزن مو په شاتينۍ پښې واچوئ.
 د ۳ ثانيو لپاره دننه ته ژوره ساه کش کړئ او لاسونه مو د سر له پاسه اوچت ونيسئ.
 وروسته د ۷ ثانيو لپاره ساه بيرون وکاږئ او د ټول بدن عضلې مو سستې ونيسئ.
د ډاکترانو او څېړونکو په وينا نوموړی تمرين د بدن عضلې او ميتابوليزم غښتلی کوي.
سرچينه: Bedunim.ir

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ