هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ساینس او ټیکنالوژي

د ګوګل د بنسټګر د ژوند ځینې عجیب اړخونه!

راټولونه: حسیب الرحمن نورمل

۱- د نړۍ دولسم شتمن او د ګوګل بنسټګر لَری پیج وايي، په ژوند مې کې تر ټولو خوشاله ورځ هغه وه چې په یوه ستره غونډه کې په لومړي ځل ګوګل نړۍ ته ور پېژندل کېدو.

۲- لري پیج په کالیفرنیا کې د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کور لري.

۳-. لري پيج او شریک یې سيرګي برين دواړه هره کال په ښه شاندارو مراسمو کې د ګوګل کلیزه نمانځي، دوي د نړۍ سترو شتمنو او سوداګرو ته هم بلنه ورکوي.

۴- لري پیج له مطالعې سره ډېره مینه لري، دی ډيری وخت د ارواپوهنې او د سوداګرۍ کتابونه لولي.

۵- لري پیج له تفریح سره مینه لري، دی هر کال د نړۍ ګڼو تفریحي ځایونه ته سفرونه کوي.

۶- لري پیج له خپل ملګری او شریک سيرګي برين سره ډېره مینه لري، هغه ته تل د ورور خطاب کوي.

۷- په ګوګل کې د لري پيچ او سيرګي برين ونډه برابره ده، نو شتمنۍ یې سره هم مساوي دي.
۸- د لیسانس سند يې د کمپيوټري انجینیرۍ په څانګه کې له مشيګان پوهنتون څخه تر لاسه کړ او د دوکتورا لپاره ستنفورد پوهنتون ته لاړ چېرته چې هغه له سيرګي برين سره ملګرى شو او په ګډه يې د ګوګل نړيواله کمپنۍ را منځ ته کړه.

۹- د فوربس ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لري پیج د ۴۶،۵ميليارد ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې ۱۲ او په امريکا کې نهم لوى شتمن دى.

۱۰- لري پيچ وايي دا چې پلار مې د کمپيوټري علومو پروفيسور و، نو ځکه په هغو لومړيو وختونو کې چې کمپيوټر له هر چا سره نه و، زموږ کورنۍ کمپيوټر درلود نو وخت ناوخت به مې په کې کار کولو.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */