ګوترش؛ طا لبان که په رسمیت پېژندل غواړي، نو د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، وايي که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژدل شي او بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو او په ټوله کې بشري حقونو ته دې درناوی ولري.
ښاغلي ګوترش تېره جمعه د دلو لومړۍ – نیویارک کې د یوې ناستې پر مهال خبرو کې وویل، د ښځو د حقونو او په مجموع کې ټول بشري حقونه هغه موارد دي چې کولای شي د طالبانو په رسمیت پېژندلو زمینه برابره کړي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشر حقونو اړوند یوه مثبت تګلاره ولري.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وینا، نړیواله ټولنه دې د طالبانو د کړنو سزا د افغانستان خلکو ته نه ورکوي او باید دې هېواد ته د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته د رسېدو وړاندې، ښځو او نجونو ته سخت محدودیتونه ټاکلي؛ تر دې چې په سیاسي- ټولنیزو برخو کې له کار کولو منع او له شپږم ټولګې پورته زده کوونکو ته د ښوونځي اجازه نه ده ورکړې.