ګلبدین نائب وايي: تر ما مخکي د لوبډلمشرۍ لپاره راشدخان انتخاب سوی وو!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
افغانستان په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي خپلي ټولي لوبي وبايللې،خو وروستۍ لوبي يې د پام وړ وې.
تر نړيوال جام څو اونۍ وړاندي د کريکټ بورډ غوراوي کميټې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه ليري کړ او پرځای يې ګلبدين نائب وټاکی.
که څه هم ددې پریکړي سره سم اصغر ناخوښي وښودله، راشد او نبي ددې پریکړي پرضد ټويټونه وکړله خو څو ورځي وروسته اصغر پخلا سو او د تمریناتي کمپ سره يوځای سو.

خو په باطن کي اصغر ناخوښه وو نو ځکه د نړيوال جام پيل هم د افغانستان لپاره بېخونده او خپل نوم ورباندي بار وو.
په هرصورت؛ اوس ګلبدین نائب په يوې نوې مرکه کي ويلي چي د کريکټ بورډ د غوراوي کميټې لومړی انتخاب راشدخان وو چي باید د اصغر پرځای لوبډلمشر سي،او راشدهم ورسره منلې وه خو بيرته پرته له کوم مالوم دليل څخه ترشا سو.
ګلبدین نائب وايي د راشدخان د لوبډلمشرۍ پلان تر نړيوال جام ۳ مياشتي وړاندي د هندوستان په دهرادون کي جوړ سوی وو.

ګلبدین وايي کله چي راشد بیرته لوبډلمشري ونه منله نو بورډ زما څخه غوښتنه وکړله ترڅو د لوبډلمشر په حیث دنده پيل کړم،او د غوراوي کميټې دا استدلال کوی چي ترما بل غوره لوبغاړی د لوبډلمشرۍ لپاره نه ويني.
او کريکټ بورډ حتماً لوبډلمشر بدلوی.
نائب وايي د ۲۰۰۸ز کال څخه په ملي لوبډله کي يم،خواري مي کښلې لوبي مي کړي او کولای سمه چي ښه لوبډلمشري وکړمه،دده په وينا چي لوبډلمشري وحي ندي چي هرچا ته نه راځي.

لوبډلمشر وايي زه يو غریب انسان یم، د غریبي او عادي کورنۍ څخه يمه ،زور نلرمه هرکله چي بورډ راته ووايي چي لوبډلمشري پريږده زه چمتو يمه.
ددې ټولو خبرو ترڅنګ نائب وايي زه هڅه کوم د ټولو لوبغاړو د فيټنيس په اړه جدي اوسم، لومړی به ځان جوړوم او وروسته به هيڅ لوبغاړي ته اجازه ورنکړمه چي داسي خوراکونه وکړي کوم چي کريکټ ته زيان اړوي،دی وايي زموږ پرځينو لوبغاړو معده زوروره ده،چي يوښه مثال يې محمدشهزاد دی.

ددوی فيټنیس نه درلودل دځان او وطن سره ظلم دی.
ګلبدين نائب داهم وايي چي ما د لوبغاړو سره ډيره ګزاره وکړه،لومړی به خپل فیټنيس ساتم کنې کريکټ پريږدم،او د نورو لوبغاړو په وړاندي مي هم همدا پريکړه ده.