سپورټ کورنی کرکټ

ګريډ ون سيالۍ د سباوون په بريا پيل سوې.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

هلمند کي د ۸ لوبډلو ترمنځ لومړۍ درجه سيالۍ پيل سوې.

د لومړی درجه سياليو لومړۍ لوبه کي سباوون کريکټ لوبډلي د صالح محمد خان اڅکزي لوبډلي ته ماته ورکړه.

د لوبي پچه سباوون وګټله او په پوره ۲۰ اوورونو کي يې ۲۱۰ منډي هدف وټاکی.

د سباوون لپاره همراز ۷۴،محمد يوسف ۵۹ او فيض الله ۳۲ منډي وکړې.

د شهيد صالح محمد خان لوبډلي لپاره عبدالرحمن او نوراحمد دوې دوې ويکټي همدارنګه شمس الله او عبدالحکيم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.

اڅکزي لوبډلي د ۲۱۰ منډو هدف په تعقيب په ۸ ويکټو ۱۹۷ منډي وکړې خو هدف يې پوره نکړ.

حکيم ۴۸، ارين خان ۴۲ او عبدالرحمن ۲۷ منډي وکړې.

د سباوون لپاره توپ اچوونه کي فيض الله ۳ او محمدالله ۲ ويکټي ترلاسه کړې.

سباوون د ۱۳ منډو په توپير لوبه وګټله.

د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه فيض الله ته ورکړل سوه.هيره دي نه وي چي دا لوبي به د ۸ لوبډلو په ګډون ۱۵ ورځي دوام وکړي او هره ورځ به يوه يوه لوبه ترسره کيږي.

سبا سهار ۰۹:۰۰ بجې روحاني او اراکوزيا لوبډلي سره مخ کيږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.