کېله؛ له مغزي سکتې مخنیوی کوي او عمر زیاتوي

 

کېله ډېري ګټي لري، د نورو بې شمېرو ګټو سربېره د سترګو لپاره هم یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ښه کوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالی خطر کموي.

د استرلیا په کوینز لینډ پوهنتون کې ترسره شوې یوې څېړنې کې ویل شوي چې په کېله کې کیروټین نومې مواد وجود لري. کیروټین مېوو او سبزیجاتو ته سور یا ژیړ رنګ ورکوي. کیروټین نومې مواد وروسته له هغه چې بدن ته دننه شي په وېټامین اې بدلیږي.

وېټامین اې د سترګو روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین وېټامین دی.

له دې څخه وړاندې په یو شمېر روغتیایي څېړنو او پلټنو کې ثابته شوې وه چې کیروټین نومې مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو ناروغیو او شکر څخه انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې استرالیایۍ څېړنې پر بنسټ دغه ګټوره مېوه د نورو ګټورو موادو لرلو سربېره د کیروټین نومې موادو غوره منبع هم ګڼل کېږي کوم چې په بدن کې د وېټامین اې کمی پوره کولو کې کوم چې د سترګو لید لپاره ډېر اړین دي، مهم رول لوبوي.

څیړوونکو هڅه وکړه چې د کېلې دوه مختلف ډولونه وڅېړي او معلومه کړي چې ایا د کېلې په مختلفو ډولونو کې د کروتین اندازه توپیر کوي که نه.

د څېړنو په پایله کې څرګنده شوه چې په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل د عمر زیاتېدو سره د سترګو لید ته پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوی کې ډېره زیاته مرسته کوي.

په امریکا کې هم څېړنه شوې وایي: که چیرې د زاړه عمر ښځي هره ورځ یوه کېله وخوري نو ځان به یې له دماغي سکتې څخه ژغورلې وي.

نورې ډېرې مېوې هم پوټاشیم لري او کولای شي، چې د دماغي سکتې په مخنیوي کې مرستندویه ثابت شي.

دا څېړنه چې نږدې ۹۰ زره ښځو چې عمرونه یې د ۵۰-۷۹ ترمنځ و پکې برخه اخیستې وه، وروسته جوته شوه، چې هغو ښځو چې د ورځې یوه کېله او یا هغه مېوې، چې پرېمانه پوټاشیم لري کولای شي، چې نږدې ۲۷٪ د دماغې سکتې مخه ونیسي.

دا ۹۰ زره او ۱۳۷ ښځو چې په څېړنه کې ونډه درلوده په دوی کې داسې نښې ونه لیدل شوې، چې پر دماغي سکتې د اخته کېدو کومه نښه دې ولري د څېړنې پر مهال دوی ۲۶۱۱ ملي ګرامه پوټاشیم خوړل، چې بیا وروسته جوته شوه، چې د دماغې سکتې د رامنځته کېدو سلنه بیخي کمه شوې ده.

څیړونکي سپارښتنه کوي، چې د دماغې سکتې د مخنیوی په برخه کې باید کېله او نورې هغه مېوې وخوړل شي، چې پوټاشیم لري نه ځانګړي درمل او پیچکارۍ.

څیړنه وایي: هغه ښځې چې په مسلسله توګه هغه خواړه تر لاسه کوي، چې پوټاشیم لري دوی د نورو هغو په پرتله ۱۰٪ له مخکینۍ مړینې څخه ژغورل کېږي.

کېله عصبي سیسټم نورمال ساتي، د وینې سرې حجرې تولیدوي، د قبضیت او د معدې د زخم لپاره غوره درملنه ده.

ناپاک او ځینې مضر شیان له ځیګر او بډوډو څخه لرې کوي.

وروستي مطالب