سپورټ نړیوال کرکټ

کین وېلیمسن: د نړیوال جام په اړه ژړا راځي!

لیکنه: بهار سمسور

له همدې موقعیت چې کین ویلیمسن د خلکو پوښتنې ځوابوي، کم و زیات ۸۷ کیلو متره لري یوه نیمه میاشت مخکې نیوزلېنډ د کوربه انګلستان خلاف په سختو حالاتو کې د نړیوال جام پای لوبه بایلوده.

د اکسفورډ سټېج پر سر په ځانګړي پروګرام کې نیوزلینډی وېلیمسن ناست دی او د ګډونوالو پوښتنې ځوابوي،خو کله چې ترې د نړیوال جام اړوند پوښتنه مطرح شوه،ویلمسن د اسویلي په کښلو سره وویل:

“د نړیوال جام په اړه مې مه پوښتئ، چې له خولې مې بې اخطیاره کوکې وزي او ژړا راځي.

په دې پروګرام کې د امریکا د پخواني جمهور ریس رونالډ ریګن مور او ځینې نور مشهور کسان ناست دي،خو کین ویلیمسن چې ترې یو ګډونوال د نړیوال جام اړوند پوښتنه کړې، سره له دې چې نه یې غوښتل ځواب یې کړي په خبرو کې یې وویل د انګلستان یو بده خاطره لري.

“کله چې د لوبې په پای کې له اوټ فیلډ بهر شوم، غلی ولاړ وم فکر مې کاو څه کیږي ـــ څه وشول؟ حیران وم، خلکو شور او غوغا جوړه وه،خلکو خوند اخیست خو دا به ورته نه محسوسیده چې چا وګټله،چا بایلوده او څوک ستړي شول.”

د لوبو له بایللو سره دا غښتلی لوبډلمشر بلد دی،خو د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پای لوبه بیا بیخي برعکس وه، داسې چې د ترو پر وخت توپ پر بېټ لګیدل، سوپر اور کې لوبه مساوي کیدل او د لوبڅار دا پرېکړه چې لوبه یې انګلېنډ ته ورکړه.

دا هغه ټکي دي چې نیوزلینډي مینوال لوبغاړي او د دې لوبډلې ملاتړي یې ګنګس کړي دي.

ویلیمسن وایي:

“پر بېټ د توپ لګیدل عجیب و،موږ لوبه ګټلې وه، په هر صورت ته یوازې دوه اخطیاره لرې(خندا او ژړا) دا وخت زه غواړم وژاړم او په چیغو چیغو وژاړم،زه ژړلی هم نه شم.

هیله کوم ما چیغو ته مه مجبوروئ، زه هیله لرم چې بیا به دا رقم لوبه د کریکټ په تاریخ کې تکرار نه شي.”

نیوزلېنډ د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې بهترین کریکټ وکړ،دې لوبډلې د هند کریکټ لوبډله په سیمي فاینل کې ماته کړه او په نندرایزه پای لوبه کې یې انګلستان ته ماتې وخوړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی