هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

کوکاو چاکلیټ د ټوخي درملنه کې مرسته کوي

که ټوخی لرۍ، نو عسل (شات) او لیمو پریږدئ؛ چاکلیټ واخلئ. چاکلیټ د ټوخي لپاره ګټور درمل دي.

د (هل پوهنتون) پروفیسور الین موریس وايي، د څیړنو په اساس ثابته ده، چې چاکلیټ ټوخی اراموي.

په اروپا کې یوې پراخه څیړنې دا هم موندلې ده، چې هغه درمل چې په خپل ترکیب کې کوکاو ولري، نیسبت نورو سټنډرډ درملو ته د ټوخې په کنټرول کې اغیزمن دي.

د ۱۶۳ ناروغانو مقایسوې څیړنه ښيي، چې چاکلیټ لرونکي درمل په دوه ورځو کې د ننه ټوخی کنټرولوي.

د لندن د ايمپیریال کالج څیړونکو هم موندلې چې په کوکاو کې د (تیوبرومین) او (الکالوید) ماده وجود لري، چې د ټوخي په کنټرول کې تر بل هر درملو ډیر مؤثر دی.

څیړونکې وايي، چې کوکاو تر معیاري او طبي درملو د ټوخي د ناروغۍ په کنټرول کې مهم رول لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */