کــنړ، کنر که کونړ؟

راټولونکــــی: ضياء الرحمن حبيب سپين غر

حيات افغاني ليکي:
کونړ يوه ښکلې او شنه دره ده چې ختيځ ته يې د پښتونخوا باجوړ سيمه، شمال ته يې د نورستان غرنی ولايت، لوېديځ ته يې د لغمان ولايت او جنوب ته يې کامه، لکياڼی او مومند سيمې پرتې دي.
کونړ د افغانستان په اداري تشکيل کې پخوا د ننګرهار ولايت يوه ولسوالي وه، چې مرکز يې لومړی خاص کونړ او بيا بر کونړ يا اسمار ولسوالي شوه، بيا وروسته په حکمرانۍ بدل شو او مرکز يې چغسرای يا اسعداباد وټاکل شو.
څو د دوکتور محمد يوسف د صدرات په دوره کې په ۱۳۴۴ ه ل کال د افغانستان د اداري واحدونو څه يو ولايت وشمېرل شو.
د تاريخي مخينو له مخې د کونړ په دننه کې دومره تجزيه نه ده شوې، خو د ډاکتر نجيب الله په وخت کې په ۱۳۶۰ ه ل کال کې د کونړ، لغمان او نورستان سيمې د نوريستان د يوه مستقل ولايت په نوم د دولت په اداري تشکيل کې ځای شوې، خو دغه معقول کار نه وو، ځکه درې واړو نوريستانونو يوه مرکز ته راغونډول په دې سخت دي چې جغرافيايي موقعيت يې دغسې مرکز پېدا کولی نه شي لکه د کونړ ولايت مرکز په څېر.

د کـونړ ولـسـوالـۍ:

د کونړ ولسوالۍ عبارت دي له: شيګل، مروره، اسمار، ناړۍ، غازي اباد، دانګام، شلتن، پېچ دره، چپه دره، وټه پور، نرنګ، سرکاڼو، خاص کونړ، څوکۍ او نورګل.

د کونړ نومونې يا تسميې لاملونه:

کونړ دپخوانيو مورخانو په اثارو کې کنړ، کنير، کهويس (Khoes)، کونر (kunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسې نورو په نومونو راغلی دی.
کونړ (کونرkonar) په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوی دی چې نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(د ښوونه دره) يا زيتون دره ده، په دې نوم کې هم د نورو نورستاني کلمو او نومونو په شان چې په نورو ژبو کې يې(له)،(په) (ړ) اوښتلی بدلون راغلى دى او په کونړ يې شهرت پيدا کړى دى.
تاريخي اسنادو ځينې نور شواهد داسې ښيي چې ډېر پخوا د کونړ دره له غرونو څخه نيولې ان د کونړ د سيند دغاړو پورې په گڼوځنگلونو پټه وه، چې زياتره بوټې يې، ښونان او غوړا څکي وو، د دې ډولونو د موجوديت د ثبوت لپاره به دا بسنه وکړي چې وويل شي کله چې سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کې د کونړ د دې درې په خوله کې د کابل له سيند څخه راپورې ووت د نور او قيرات په درو يې حملې کولې نو يې د خپل لښکر سره د نجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو/ تیږه کېندونکو اونورو کسبگرانو ډلې هم را واخيستلي، ترڅو چې د ځنگل ونې اوبوټي ووهي، تيږې ماتې کړي او د خپل لښکر د پرمختگ لپاره لاره جوړه کړي.


د يو بل مستند دليل له مخې چې د دغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دی:
کله چې د کونړ د ناوې د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوی د کوټو په چتونو کې د ډاگو (دستک) د پاسه د دړو پرځای د ښونانو او غوړاڅکو لښتې اچول شوي دي چې پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دې دلالت کوي چې په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره ونې يې همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، ليکوال وايي چې زما ديادو خبره ده چې زموږ دسيمې (نرنگ ولسوالۍ) د غرونو لمنې ان تر سمې پورې د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټې وې، نوځای يې درلود چې نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړې ده.
همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دی لکه ،چې همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهی زيات استعماليږي، نو چې داسې ده د کونړ يانې د اوبو او رود دره او که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړ دومره شهرت نه لري، لکه چې په لرغونو اثارو کې د کونړ سيند (راساRasa) يې لري، نودا هم پوره ممکنه ده چې د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلای شي چې د سيند او اوبو دره يې وبولو، ځکه که اوبه يې نه درلودلای او وچ خوړ وای، نو ممکن بيا يې دغسې معنا نشوه ورکولای.
د پوهاند عبدالحى حبيبي د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کې داسې راغلي دي:
کونار يانې کونار چې جمله يې داسې په قوس کې ليکلې شوې ده :
(رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دی چې په نوموړي اثر کې د اوبو او رود په معنا استعمال شوی دی، د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتېږي چې د کونړ لفظ د ليکنې سره بايد تر(ک) وروسته (و) وليکل شي، نه دا چې د کونړ لفظ د ليکنې څخه (و) وايستل شي، ځينې وخت ليدل کيږي، د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کــــــــېږي په دې شکل د کـــــونړ ليکل که مفرد وي کـــــنړ او که جمع وي کــــنړونو دواړه شکله بيخي غلط دی.
دا چې ولې داسې ليکل کيږي زما(ليکوال) په نظر څه رنګه چې په کونړ کې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري و يانې په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چې د کنړ د کلمې پرځای د سهولت له مخې يې په کنر انتقال کړی، بيا دغه کنر کنرها شوی او وروسته ترې د جمعې حالت په پښتو کنړونه جوړ شوی دی.
پرته له دې بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلای، دا چې په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چې کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوې خواته د حدودالعالم د اشارې له مخې چې کنر يې ورته ويلی دی او د بلې خوانه د خاص کونړ ختيځې خواته يو کلی د تنر په نوم شته دی که دهغه کلي د نوم سره د مقايسې له مخې وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي.

مـاخـذونه :
لرغونی او اوسنی کونړ، پوهاند رازقي نړيوال ،۱۳۸۴ کال،۱۹ مخ
ګوګل ويکېپيديا