Advertisements
اقتصاد بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

کوم وخت باید له دندې استفعا وکړئ او کوم وخت یې ونه کړئ؟

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په شرایطو برابره استعفا کېدای شي پر ځای ګام وي، خو داسې موارد هم شته چې په هغو کې بیا استعفا یوازې د ځان پر زیان تمامېږي.

له کار څخه هغه مهال استعفا ورکول، چې احساساتي شوي یاست، ځانګړی حالت دی. غواړئ رئیس مو ژر له دې چارې خبر کړئ او هغه خوند یوازې تاسو وڅکئ، چې زیان یې هم یوازې تاسو ته رسېږي. د احساساتو پر مهال له دندې استعفا کول ناسمه پرېکړه ده. د دندې پرېښودو لپاره مناسبې او منل شوې لارې چارې شته دي.

لاندې یې نامناسبو مواردو ته اشاره شوې ده:
د ښه والي حس نه کوئ او بې پروګرامه یاست، زړه مو نه غواړي دندې ته ولاړ شئ، له دندې خوښ نه یاست، له رئیس سره مو جوړه نه ده، په داسې یوه چاپیریال کې کار کوئ چې چل او فریب په کې عام دی، غیر مسلکي کړنې ترسره کېږي، مدیر مو کمزوری دی یا مو هم تر رئیس پورې ناسم معلومات رسول کېږي.

له دې ټولو ستونزو د ځان خلاصولو لپاره تر ټولو ښه لار له دې محیط څخه وتل دي، خو بیا هم باید پخپلسري ډول دا کار ونه شي او هېڅکله احساساتي پرېکړه مه کوئ. په داسې شرایطو کې په ناڅاپي ډول د دندې پرېښودل ښایي تاسو کمزوري معرفي کړي، چې دغه څه مو پر کاري مخینې منفي اغېز پرېباسي او تاسو خو پوهېږئ، چې په راتلونکې دندې کې مو د پخوانۍ دندې پر بګراونډ او کاري اخلاقو حساب کتاب کېږي.

استعفا:
تر ټولو ښه خبره دا ده چې ژوره ساه وباسئ او د شرایطو په اړه له سره غور وکړئ.
آیا لږ څه تفرېح ته خو به اړتیا نه لرئ؟
که کېدای شي ددې هر څه د هېرولو لپاره یو څو ورځې رخصت اخیستل ګټور وي، دا کار کولای شئ؟

دا ټکي هم په پام کې ونیسئ، خو که بیا هم غواړئ خپله دنده پرېږدئ، نو ستراتېژیک ګام واخلئ.

که مو کوم بل ځای دنده نه وي تر سترګو کړې چې ژر تر ژره په کار شئ، نو هڅه مه کوئ هر څه په لغته ووهئ، په همدې حال ګوزاره وکړئ او په څنګ کې یې د نوې دندې په لټه کې هم شئ. دا په دې دلیل، چې له یوې دندې بلې دندې ته تلل تر دې اسانه دي، چې د وزګارتیا پر مهال په دندې پسې وګرځئ. د نامناسبې دندې پرمهال په مناسبې دندې پسې ګرځېدل مو روحیه پیاوړې کوي، ځکه تاسو غواړئ له دې ښه دنده پیدا کړئ او دا هر څه د حقیقت پر اساس کوئ، نه په خیال.

د خپل جېب اندازه هم واخلئ او وګورئ، چې که د ډېر وخت لپاره وزګار پاتې شئ، نو څه به کوئ؟ دا فکر مو هم له سره وباسئ، چې له استعفا وروسته به ډېر ژر په کار شئ او له دې به ښه معاش واخلئ. دا له دې امله، چې د دندې له پرېښودو وروسته او د وزګارتیا پر مهال تاسو بیا هغه محبوبیت په خلکو کې نه لرئ، چې د دندې پرمهال مو درلود. بل دا چې شرایط ټول وخت زموږ په خوښه نه راڅرخي، کېدای شي سپما کړې پیسې مو هم ختمې شي او ان دا چې پوروړي شئ.

له رئیس سره مو ستونزه لرئ:
په زړه پورې ده، یوازې له دې امله اوسنۍ په زړه پورې دنده پرېږدئ، چې رئیس یا مدیر مو خوښ نه دی. له استعفا وړاندې هرو مرو په دې اړه فکر وکړئ. کېدای شي دا احساساتي پرېکړه مو ددې لامل شي، چې هغه پرمختګ چې اوس یې ورځ تر بلې په دنده کې کوئ، له لاسه ورکړئ. که خپلې اوسنۍ دندې ته یو څه نور هم دوام ورکړئ، خپلې وړتیاوې لوړې کړئ او تجربه تر لاسه کړئ، نور به اړ نه یاست، د داسې یوه رئیس یا مدیر تر لاس لاندې کار وکړئ، چې خوښ مو نه وي.

که د دندې پرېښودو یوازینی دلیل مو ددې رئیس شته والی وي، نو په اړیکو مو کار وکړئ، ورسره کېښنئ او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړئ. دا ورته ثابته کړئ، چې غواړئ ورسره ښې اړیکې ولرئ او دا هم ورته روښانه کړئ، چې د دواړو تر منځ ښې اړیکې د ادارې د کار پر کیفیت مثبت اغېز کولی شي. له دې ټولو انتخابونو سره، سره تر هغو مو چې بله دنده نه وي پیدا کړې، له اوسنۍ دندې مه لاس په سر کېږئ.

ترفیع مو نه ده اخیستې:
کېدای شي په یوه اداره کې ستاسو پر وړاندې ځینې غیرعادلانه او د نه منلو کارونه ترسره شي او دا ټول مو استعفا ته اړ کړي، نو څه به کوئ؟ ښایي تاسو ووینئ، چې د څنګ ملګری مو ترفیع کوي او تاسو لا پخپل ځای پاتې یاست، نو د استعفا پرېکړه کوئ. دغه څه ډېر وخت پر ځای ګام نه دی. وړاندې تر دې، چې په غوسه شئ او استعفا ورکړئ، یوه رښتینې ارزونه وکړئ. له هغه کس سره چې ستاسو ترفیع تنظیموي یو په یو خبرې وکړئ. له هغوی وغواړئ هغه لارې چارې درته په ګوته کړي، چې راتلونکی کال ستاسو د ترفیع لامل ګرځي. د ادارې یوه کارکوونکي ته ترفیع ورکول، معلومه خبره ده چې ځینې خاص دلایل او شرطونه لري.

هره ماتې موږ ته درس راکوي، دغه درسونه ډېر کله ماتې هم نه بلل کېږي. په دې اړه هم باید فکر وکړئ، چې کېدای شي رئیس مو ستاسو لپاره کوم بل پروګرام لري یا دا چې راتلونکی کال ستاسو نوم د ترفیع په لېست کې لیکل شوی وي. یا دا چې کېدای شي تاسو د شرکت د راتلونکو او دایمي کارکوونکو په ډله کې واؤسئ، نو دې تولو ټکو ته په پام سره پر ځای او پر وخت ګام واخلئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران