کورونا وایروس بېن سټوکس لوبډلمشر کړ

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې د دوی د لوبډلې درې لوبغاړي او د لوبډلې د رهبرۍ څلور غړي په کورونا وایروس اخته شوي دي؛ نو ځکه یې لوبډلمشري بېن سټوکس ته ورکړه.

د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې د اېوېن مورګن، جاس بټلر، جېسن رای نومونه نشته او ښایي دوی په کورونا اخته شوي وي.

انګلستان او پاکستان د پنجشنبې په مازیګر څلور نیمې بجې یو ورځنۍ لوبې د انګلستان په کارډېف سیمه کې پیل کړې.

خو د انګلستان په لوبډله کې پخواني تکړه لوبغاړي لکه اېوېن مورګن، جېسن رای، جاس بټلر، الېکس هېلس، کرېس جورډن، جو روټ، کرېس ووکس، مارک ووډ نه ترسترګو کېږي.

نو اوسمهال بېن سټوکس او ډېوېډ مېلن په لوبډله کې سنیئر یا پخواني لوبغاړي نور د انګلستان په لوبډله کې تر ډېره ځوان لوبغاړي برخوال دي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې ښایي له پاکستان سره لوبې بیا مهالوېش شي؛ خو اوس یې د احتمالي لوبو لپاره بېن سټوکس لوبډلمشر ټاکلی دی.

د پاکستان پر وړاندې د انګلستان لوبډله

بېن سټوکس لوبډلمشر، جېک بال، ډېني برېګز، برېډن کارس، زاک کرالي، بېن ډکېټ، لیویس ګریګوري، ټام هېم، وېل جېکس، ډان لاورېنس، ثاقب محمود، ډېوېډ ملن، کرېګ اورټن، ماټ پارکېنسن، ډېوېډ پېن، فېل سالټ، جان سېمپسن او جېمز وېنس شامل دي.

د پاکستان لوبډله

بابراعظم لوبډلمشر، فخرزمان، سهیب مقصود، عبدالله شفیق، امام الحق، حارث سهیل، سعد شکیل، شاداب خان، اغا سلمان، عثمان قدیر، فهیم اشرف، محمد نواز، محمد رضوان، سرفراز احمد، حارث رووف، محمدحسنېن، حسن علي او شاهین افریدي.

نو اوسمهال د پاکستان لوبډله نسبت انګلستان ته پیاوړې برېښي او دا د پاکستان غوره قسمت دی، چې د انګلستان پیاوړي لوبغاړي کورونا دي او پاکستان به وکولای شي په اسانۍ سره لوبلړۍ وګټي.