ټاکل شوې وه، نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې یو د بل په وړاندې د بنګله دېش هیواد په کوربتوب دوې ټیسټ لوبې ترسره کړي وای، خو د کورونا ویروس اله امله نن سې شنبه لغوه اعلان شوې.
د بنګله دېش کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، چې په دې حساسو شرایطو کې د یوې لوبډلې کوربتوب کول خورا سخت کار دی.
د یاد بورډ په خبره، چې تر خبرو اترو وروسته دواړه هیوادونه دې پریکړې ته ورسېدل، چې یادي لوبې لغوه اعلان کړې.
د بنګله دېش او نیوزیلینډ لوبډلو ترمنځ په اګسټ او سیپټمبر میاشتو کې دوې ټیسټ لوبې پلان شوي وې.
له کله چې کورونا ویروس په نړۍ کې خپور شوی د کرکټ ټولې لوبې یا هم وځنډول شوې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلې بیا د کرکټ لوبو پيلېدو ته هیلي زیاتي شوي.
د کرکټ لوبې بیا پيلدو په دوام انګلستان لوبډله په خپل کوربتوب راتلونکې جولای میاشت د دریو ټیسټ لوبو لپاره د ویست انډيز کوربتوب په غاړه لري.
دې لړۍ ته هم انګلستان او هم بیا ویسټ انډيز خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.
له هغه وروسته انګلستانۍ لوبډله د یوه بل هیواد پاکستان کوربتوب د بیلابیلو سیالیو کوي.
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د انګلستان په کوربتوب درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې پلان شوي.
پاکستان یادو لړیو ته خپله لوبډله اعلان کړې ده، خو انګلستان لا تراوسه نده اعلان کړې.
تبصره مو ولیکئ