کورنیو چارو وزارت: د روژې ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان حکومت وایي وسله والو طالبانو د روژې له پيل سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی.

حمید روشن زیاته کړې، چې په دې ۱۲ ورځو کې تر ۱۵۰ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شوو کې پنځوس یې ملکیان دي.

روشن همدا راز زیاتوي، چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا هم وویل چې د روژې په میاشت کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی په دې مانا دی چې دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي او پر سوله باوري نه دي.

طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت پر دې څرګندونو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای.

نوموړي نن په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې د ترکیې کنفرانس ته په اشارې ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه خو په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان دولت سره له مخامخ کېدو تښتي.

محب وویل، ده په وار وار ټینګار کړی دی چې د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شي ځکه د ده په خبره طالبان لاسپوڅي دي او د پاکستان ډول ته څرخېږي.

وروستي مطالب